د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ایا جګړه مار به روژه ونیسي؟


د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د سې شنبې د ورځې د ګڼو ډیر مطالب په روژه کې د وسله والو طالبانو جګړو ته ځانګړې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د ولسمشر حامد کرزي پیغام خپر کړی چې؛ له وسله والو طالبانو یې غوښتي د روژې په ویاړ د جګړې پرځای دې سوله غوره کړي.

د حامد کرزي په پیغام کې راغلي له بده مرغه د اسلام ضد کړنې د اسلام په نامه د داسې چا له خوا ترسره کیږي، چې په واقعیت کې داسلام د سپیڅلي دین کمزوزتیا او بدنامول غواړي.

ورځپاڼه لیکي، وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د روژې په میاشت کې به خپلو تکتیکي بریدونو ته دوام ورکړي.

ویسا په خپله سرمقاله کې لیکلي د ډېر افسوس خبره خو دا ده، چې هېچا هم له ځانه ونه پوښتل چې زه خپل لاسونه د چا له پاره د خپلو مومنو هېوادوالو په وینو سره کوم .

لیکوال پوښتنه کړې د دې کار ګټه د چا په ځولۍ کې لوېږي او ماته یې څه دنیوي اواخروي ګټه لري .

د سرمقالې د لیکوال په باور ایا نور هغه وخت نه دی را رسېدلی چې؛ یو بل ته غاړه غړی ورشو او د ورورۍ ژوند پیل کړو.

ملي باور ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبېش خبرې راخیستې چې؛ غږ یې کړی پریږدئ چې افغانان په سوله ییز چاپېریال کې عبادت وکړي.

د ملي باور ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ایا جګړه مار به روژه ونیسي؟

د سرمقالې لیکوال لیکي ولې له ډېرې مودې راهیسې افغانان اخترونه او روژې په جګړو کې تېروي او له ورځې بلې ته د افغانانو وینه ارزانه کیږي، خو دا چې دوي د جګړو له امله په اختر او برات نه پوهیږي لاملونه یې نور دي.

د سرمقالې د لیکونکي په اند د افغانستان جګړه دا مهال په نړېوالو رقابتونو بدله شوې ده، چې نه شي کولای په داسې غږونو سره جګړه ودروي.

د لیکوال په اند د حل لپاره لازمه ده، چې افغانان په خپل منځ کې سره کېني او جوړ جاړي ته ورسیږي او پردي لاسونه له خپل منځه وکاږي.

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي مسلمانان باید زیاته هڅه او هاند وکړي چې؛ د روژې په دغسې له برکته ډکه میاشت کې د روژې د نیولو د فریضې د اداکولو ترڅنګ د افغانانانو په څېر د نورو مسلمانانو پر ضد له هر ډول تاوتریخوالي ،جنګ جګړو څخه په کلکه ډډه وکړي او له دې لارې دلوی خدای (ج)رضا حاصله کړي.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG