والستريت ژورنال:
”افغان مېرمنې وېره لري چې حقونه يې تر پښو لاندې نه شي“ دا په والسټريټ ژورناله ورځپاڼه کې د يوې چاپ شوې مقالې سرليک دى. ليکوال يې پيل په يوې په زړه پورې جملې سره کړى، دى وايي:
يوه وړه لوحه ګۍ چې ولسمشر حامد کرزي په کې د خلکو د استازې په توګه د مېرمنې نور ضيا اتمر ستاينه کړې، د هغې پر مېز ښکاري.
دغه مېز په کوم دفتر کې نه، بلکې د هغو ښځو لپاره د امن په يوه کور کې پروت دى چې تاوتريخوالى ورسره شوى دى.
د مقالې ليکوال زياتوي، مېرمن اتمر وروسته تر هغه چې له خپل بدچلنده مېړه څخه وتښتېده، نن سبا د ژوند لپاره بل ځاى نه لري.
د ورځپاڼې په حواله مېرمن اتمر، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ده، چې د ښځو په وړاندې يې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په تصويب کې مرسته کړې ده.
والسټريت ژورنال ليکي، د مېرمن اتمر ستونزه څرګندوي، چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د چلند د ښه کېدو لپاره څومره اوږده لار په مخکې پرته ده.
ورځپاڼې د ولسي جرګې د استازې شکريې بارکزۍ خبرې هم رااخيستې دي، چې ويلي يې دي، د دوولسو کلونو لاسته راوړنې واقعاً له خطر سره مخامخې دي.
د ليکنې په دوام راغلي، مېرمن اتمر چې اوس د امن په يوه کور کې ژوند کوي، د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو څو اوونۍ وروسته له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوه، دا هيله يې په زړه کې وه، چې په خپل هېواد کې له موجوده فرصتونو ښه استفاده وکړي.
مېرمنې نور ضيا اتمر خپل کار په جلال اباد کې له يوې سيمه ييزې راډيو پيل کړ، خو وروسته يې راډيو پرېښوده او د ٢٠٠٥م کال په پارلماني انتخاباتو کې يې ګډون وکړ.
ورځپاڼه ليکي، هغې په ٢٠١٠م کال کې د يوه کوچني ساختماني شرکت له مشر سره واده وکړ. مېرمن اتمر ورځپاڼې ته ويلي، خاوند يې د هندي فلمونو غوندې تر واده وروسته ورسره بد چلند پيل کړ.
مککلاچي:
بلې خپرونې مککلاچي بيا يوه سياسي مسئله رااخيستې ده، خپرونه ليکي، امريکايي سناتور جان مککين ويلي، چې افغانان، طالبان او پاکستان پرېږدئ چې وپوهېږي امريکا افغانستان نه پرېږدي.
خپرونې کابل ته د سناتور مککين او سناتور ليندسي ګراهام ناڅاپي سفر ته اشاره کړې او په افغانستان کې يې د امريکايي ځواکونو د حضور په اړه د خبرو پر ځنډېدو د دوى اندېښنه رااخيستې ده.
د ليکنې په دوام کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون مسئله هم څېړل شوې او زياتوي، ولسمشر کرزي د دې تړون لاسليکول تېره مياشت په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر تر پرانيستلو وروسته وځنډول.
مککلاچي خپرونه ليکي، سناتور مککين له ولسمشر کرزي غوښتي، چې د دې تړون د لاسليک چارې دې ژر تر ژره نهايي شي.
مککين ويلي، واشنګټن ته له ستنېدو سره به دا مسئله د اوباما له ادارې سره شريکه کړي.