د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۲۷

ولسي جرګې له ځينو چارواکو سره پټه غونډه وکړه


ولسي جرګې د تړلو دروازو تر شا د بهرنیو چارو له وزیر، د ملي امنیت له سلاکار او د سولې د عالي شورا د دارالاانشا له رییس سره د سولې د پروسې په اړه بحثونه وکړل.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس وویل، د سولې پروسه حساسه مساله ده او نه غواړي چې په اړه یې ځینې خبرې د رسنیو په مخ کې وکړي.

د دې شورا د دارالانشا ريیس معصوم ستانکزی؛ د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول او ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا ولسي جرګې ورغوښتي وو، څو د سولې پروسې د پرمختګونو په هکله جرګې ته معلومات ورکړي.

ستانکزی جرګې ته لومړی راپور ورکوونکی و او پیشنهاد یې وکړ، چې د سولې د پروسې جزییات به حاضرې غونډې ته له مطبوعاتو پټ بیان کړي:

«د سولې د پروسې په هکله دوه ډوله خبرې لرو، که غواړئ هره برخه یې په تفصیل سره بیان شي، نوغونډه باید سري شي او که هغه څه اورئ چې مطبوعات پرې هم خبري، ممکن تکرار وي.

د سولې پروسه یولړ حساسیتونه هم لري چې؛ هر ټکی یې پر ټولنې او مقابلې لوری اثر کولی شي"

کله چې غونډه سري او مطبوعات له صحنې ووتل، ورسره خوجت یوشمېر وکیلانو هم غونډه پرې ښوده او ویې ویل چې، د سولې خبرې باید له ملت څخه پټې نه وي.

د روان کال د جوزا د میاشتې په اته ویشتمه نیټه په قطر کې طالبانو ته رسماً دفتر پرانستل شو؛ خو تراوسه پورې د سولې عالي شورا دغه هیواد ته خپل پلاوی نه دی لیږلي.

چارواکو ویلي چې، کله طالبانو له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي، بیا به دا پلاوی له یوې قوي اجنډا سره دوحې ته سفر وکړي.

د شنبې په ورځ د ولسي جرګې له تړلو دروازو شاته د غونډې له پای ته رسیدو وروسته اکثرو وکیلانو ویل، چې د چارواکو څرګندونې ورته د قناعت وړ نه وې او حکومت سولې ته کومه خاصه اجنډا نه لري.

د جرګې غړي نقیب الله فایق د ښاغلي ستانکزي په حواله وویل چې؛ حکومت د طالبانو د دفتر له مشر طیب اغا سره پټ تماسونه نیولي دي:

« دسولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس ویلو ته څه نه لرل، په کوم شي یې چې تاکید کاوه داوه چې، دحکومت لورې له یوشمیر طالبانو له طیب اغا سره پټې اړیکې لري.»

ډاکترفایق خبریالانو ته د ډاکتر سپنتا دخبرو په هکله وویل، چې د هغه په باور په افغانستان کې د سولې لپاره کومه پروسه نشته.

نوموړي همداراز د هغه په حواله زیاته کړه، دسولې پروسه که روانه وی د پروسې په بڼه به نه وې بلکې د شخصي، قومي او ژبنیو اړیکوله مخې به له مخالفینو سره پرمخ وړل کیږي.»

د جمعې په ورځ ښاغلي سپنتا په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې؛ سوله په زاریو نه راځي او دولت باید د قدرت له موضع وسله وال طالبان سولې ته اړ باسي.

له کله نه چې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانستل شوی، افغان حکومت دې پروسې ته د شک په سترګه ګوري.

په دې وروستیو کې جمهور رییس حامد کرزي پریکړه کړې، تر هغې به له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر دریدلي خبرې پیل نه کړی تر څو چې په قطر کې طالبان له دولت سره خبرو ته حاضر شوي نه وي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG