کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون او د سولې په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې د امریکايي سناتورانو په حواله لیکلي؛ امریکا تل له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمنه ده.افغانان، طالبان او په ځانګړی ډول پاکستان دې په دې پوه شي چې؛ امریکا به هېڅکه افغانان یوازې پرینږدي.
یاده ورځپاڼه د "جان مککین" په نکل لیکلي، زه فکر کوم امنیتي تړون موږ ته ډیر ارزښت لري؛ هیله مند یم، چې ژرترژره دا تړون لاسلیک شي، څو له مخې یې موږ په افغانستان کې اوږدمهالي حضور ته اړین تیاري ونیسو.
خدمتګار ورځپاڼه د سیاسي چارو د کار پوه عبدالرحمن هوتکي له خولې لیکلي؛ کابل او واشنګټن باید له حوصلې څخه کار واخلي، په خپلو دریځونو کې دې څه ناڅه نرمښت وښيي او په ځینو مواردو کې دې له اړونده نړیوالو اصولو څخه کار واخستل شي.
سرنوشت:
سرنوشت په خپله سرمقاله کې لیکلي له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر د خبرو ځنډول یوښه ګام دی؛ ځکه موږ ته باید واضح شي، چې له امریکا سره ولې امنیتي تړون کوو؛ څه چې امریکا وايي، د عملي کېدو تضمین یې باید ورکړي.
د سرمقاله د لیکوونکي په اند ترهغه باید افغان دولت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ ترڅو چې د افغانانو اساسي غوښتنې نه وي منل شوې.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتی تړون په اوسنیو حالاتو کې هم د افغانستان او هم د امریکا لپاره مهم دی او ژر ترژره دې یادتړون لاسلیک شي.
ویسا:
ویسا ورځپانې د سولې عالي شورا د دارالانشا د رییس معصوم ستانکزی له نکل لیکلي؛ د سولې په اړه د طالبانو نظریات سم نه دي اورېدل شوي.
ورځپاڼه لیکلي په هېواد کې له یوبل نه غچ اخیستلو نوروهېوادونو ته دا زمینه برابره کړه؛ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
محور:
محور د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفرسپنتا پرونۍ څرګندونې راخیستي؛ چې یلي یې وو، په افغانستان کې د سولې راوستل به تېرې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړي.
ورځپاڼه لیکي، سوله په عریضه او زاریو لاس ته نه راځي.
ملي باور:
ملي باور په خپله سرمقاله کې لیکلي، د سپنتا وروستۍ څرګندونې به د سولې پربهیر ناوړه اغیزې وکړي او کېدای شي، چې وسله وال مخالفین هم لکه د تل په شان دې ډول څرګندونوته سخت ځواب ووايي.
د سرمقالې د لیکوال په باور که چېرې په قطر کې د سولې دفتر وتړل شو، نو د افغانستان ستونزه به نوره هم لاستونزمنه شي او د دې ډول څرګندونو بیه به عام افغانان ورکوي.
چمتوکوونکی:رحمت الله افغان