د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

خوست: د اېتلافي قواوو په هوايي برید کې شل وسله وال وژل شوي


په خوست کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې تیره شپه د نوموړي ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ایتلافي قواوو په هوايي برید کې شل تنه وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو د لومړی لواء مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډیو ته د نوموړو بریدونو په تړاو وویل؛ چې د ایتلافي قواوو الوتکو د موسی خېلو ولسوالۍ په کوسین او شه خل سیمو کې بمبار کړی، چې په یادو بریدونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې د کوسین په سیمه کې څلور وسله وال وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي دي، همدارنګه دکوسین په شه خل سیمه کې هم ۱۶ وسلوال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د موسی خیلو د کوسین سیمې یو تن اوسیدونکي ازادۍ راډیو ته د تلیفون پر لیکه د نوم نه ښودلو په شرط ویلي؛ چې په یاده سیمه کې څلور وسله وال وژل شوي دي، خو د شه خل په سیمه کې يې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لرل.

بل لوري ته د تندر قول اردو څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په شګې سیمه کې د ایتلافي قواوو الوتکو بمبار کړی، چې په کې لس تنه وسلوال وژل شوي، چې ټول پاکستاني وګړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د خپلو ملګرو وژنه ردوي او وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خوست موسی خیل او قلندر دوې هغه ولسوالۍ دي، چې په ځینو سیمو کې يې د ځايي خلکو په وینا بهرني جنګیالي او افغان وسلوال په څرګنده ګرځي او دولتي واکمني پکې کمزورې ده.

د یادونې وړ ده تیره اونۍ د ایتلافي قواوو د الوتکو په بمباریو کې هم د پکیتا ولایت د ځاځي اریوب او سیدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
XS
SM
MD
LG