کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د دوشنبې د ورځې مطالب بیا هم د افغانستان د سولې پروسې ته ځانګړې کړي دي.
خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره پوښتنه کړې، د سولې خبرې به څنګه پیلیږي؟
ورځپاڼې د ارګ خبرپاڼه راخیستې چې؛ لیکلي یې دي په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو له امله چې د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون خبرې ځنډېدلې دي، ښایي د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د خبرو اتړو له پیلېدو سره یوځای پیل شي.
د خدمتګار لیکوال وړاندې لیکي، د سولې په بهیر کې فاصلې ډېر دي، ټول اړخونه مخکې له دې چې د خبرو د میز ترشاه کېني، خپل شرطونو وړاندې کوي.
یاده ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، افغان دولت باید له طالبانو سره د اساسي قانون په چوګاټ کې د عادي جوړ جاړی ومني او واک ته د دوی راتګ دې د ټاکنو له لارې مشروط شي نه له نورو لارو.
د لیکوال په باور سوله په هېواد کې اړتیا ده او یوازې په همدې هدف دې له طالبانو سره خبرې وشي.
ملي باور ورځپاڼې د یوې دولتي سرچینې له خولې چې؛ نوم یې نه ده په ډاګه شوی لیکلي د قطر دفتر طالبان یو پر بل بې باوره کړي.
یادې ورځپاڼې د دې ادعا د سپینانوي لپاره د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکي، د قطر دفتر په اړه هېڅ اختلاف نشته او استازي دملامحمد عمر له خوا ټاکل شوي.
ملي ارمان ورځپاڼې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په نکل لیکي، په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته کوو.
یادې ورځپاڼې د افغان څیړونکو له خولې لیکلي، پاکستان دورغ وايي او په تشو وعدو نړیوالو ته فریب ورکوي.
ویسا ورځپاڼې د بهرنیو چاو وزارت د یوې سرچینې له خولې لیکلي اسلام اباد افغان ډیپلومات ته له طالبانو سره د واک وېشلو سلا ورکوي .
ورځپاڼه لیکي افغان دیپلوماټ ته داهم ویل شوي چې؛ د افغانستان ولایتونوته دې واک ورکړل شي چې یو ډول فدرالي سیسټم جوړشي.
ویسا د مشرانو جرګې غبرګونه راخیستې چې ویلي دي افغانستان به هیڅکه هم ټوټه نشي.
همدې ورځپاڼې د افغان کارپوه عبدالحمید مبارز په نکل لیکي د پاکستاني مقامات دارنګه سپارښتنې د پاکستان له لورې دافغانستان په داخلي چاروکې په زغرده مداخله او یوه ډیپلوماټیکه بې حایي ده.
سرنوشت ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې د پیاوړي مرکزي دولت مخنینوی دلوېدیځ او ګاونډیانو ګډ هدف دی.
ورځپاڼه لیکلي دواړه پوهیږي چې د یوه مقتدر مرکزي حکومت په شتون کې یې په افغانستان کې ګټې له ګواښ سره مخ کیږي.
او په پای کې هشت صبح ورځپاڼې لیکلي په قطر کې له طالبانو سره خبرې ونه شي.
ورځپاڼه زیاتوي د قطرد سولې خبرې د جنرال کیاني له لاړواندې طرحه شوی پروګرام دی.
چمتوکوونکی:رحمت الله افغان