د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۵

بریتانیا افغان حکومت ته افغان بندیان ورسپاري


د بریتانیا له خوا افغان حکومت ته د زندانیانو د سپارلو بهیر پرون (جمعه) پيل شو.

د بریتانیې د دفاع وزارت ازادي راډیو ته په استولي لیک کې دا مساله تایید کړی او افغان لوري ته یې د لږترلږه لسو زندانیانو د سپارلو خبر ورکړی.

رپوټونه وايي، چې اوسمهال ګڼ شمیر افغانان په هلمند کې د بریتانوي ځواکونو په پوځي اډه (کمپ باسټیون) کې بندیان دی.

د بریتانیې د دفاع وزارت ویلي چې؛ زیات شمیر زندانیان به په لنډ وخت کې افغان لوري ته وسپارل شي.

د افغانستان حکومت بریتانیې ته دوې اونۍ وخت ورکړی و؛ چې په کمپ باسټیون کې د افغان زندانیانو مسوولیت ورته وسپاري.

د بریتانیې د دفاع وزیر فلیپ هامونډ د دې هیواد د سترې محکمې د هغې پرېکړې هرکلی هم کړی چې؛ پر اساس یې د یو شمیر زندانیانو د نه سپارلو حکم بدل شو.

فلیپ هامونډ ویلي چې، په کمپ باسټیون کې داسې کسان بندیان دي چې؛ د بریتانوي عسکرو او ملکي افغانانو په وژلو کې لاس لري او د سرک په غاړه یې ماینونه ایښودل.

هامونډ ټينګار کړی، چې زیات شمېر بندیان به له ځنډه پرته افغان لوري ته وسپارل شي؛ څو د دې هیواد د قوانینو له مخې چلند ورسره وشي.

د افغانستان حکومت تر دې مخکې ویلي وو؛ چې د بریتانیې په توقف ځایونو کې د افغان زندانیانو موجودیت د دې هیواد د ملي حاکمیت د تر پښو لاندې کولو معنی لري.

افغان حکومت اوس هیله څرګنده کړې چې؛ دا زندانیان به ډير ژر ورته وسپارل شي.

د بریتانیې د دفاع وزیر فلیپ هاموند ویلي چې مخکې یې د بندي افغانانو د سپارلو په اړه اندیښنه درلوده او ډاډ یې نه درلود چې؛ افغان لوري ته تر سپارل کېدو وروسته به د هغوی لپاره مناسب شرایط برابر شي.
XS
SM
MD
LG