د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۰

د افغانستان د سولې په اړه شوي پرمختګونه


وروسته له میاشتو انتظاره تیره اونۍ د قطر په مرکز دوحې کې د طالبانو دفتر پرانیستل شو،
خو دا لا هم نه ده څرګنده چې؛ کله به د افغانستان د ستونزې د حل په مقصد د دې دفتر له لاري د سولې خبرې پيل شي.

افغان حکومت وایي، د طالبانو لپاره د قطر دفتر د پرانیستلو د څرنګوالي مخالف دی ځکه چې دا دفتر باید یوازې د سولې لپاره د خبرو یو ځای و اوسي.

د افغان حکومت سیاسي اپوزسیون هم همدا دریځ لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا وړاندې تردې هیله څرګنده کړې وه چې؛ د قطر دفتر پرانیستل به په دې هېواد کې د سولې بهیر پیاوړی کړي.

که څه هم د قطر په مرکز دوحې کې طالبانو لپاره د دفتر له پرانیستلو څه باندې یوه اونۍ تیریږي، خو د دې دفتر د پرانیستلو د څرنګوالي په اړه اختلاف د دې لامل وګرځیدی چې لا تر اوسه د افغان دولت او طالبانو او یا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل نه شي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه دا نه ده څرګنده کړې چې؛ د افغان حکومت سره به د سولې مذاکره وکړي، خو د سولې عالي شورا هیله منده ده چې؛ له دې دفتر سره به د سولې په بهیر کې پرمختګ وشي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د پنجشنبې په ورځ له آزادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د قطر دفتر د سولې د خبرو لپاره پرانیستل شوی دی.

ښاغلي شاهد زیاته کړه، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره یوازینې لار د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبري اتري دي.

د طالبانو لپاره د تیرې اونۍ د سې شبنې په ورځ په دوحه کې رسما دفتر پرانیستل شو.

پر دې دفتر د افغانستان د اسلامي امارت په نامه د لوحې نصبول او د طالبانو بیرغ پورته کول د افغان حکومت سخت غبرګون و پاروه.

جمهوري ریاست تر دې وروسته له امریکا سره د امنیتي قرار داد په اړه څلورم پړاو خبرې و ځنډولې او زیاته یې کړه ، چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا په وینا او عمل کې تناقض شته.

افغان حکومت دغه راز د سیاسي اپوزسیون او یو شمیر پخوانیو جهادي مشرانو سره تر جلسو وروسته وویل، تر هغو چې د سولې بهیر په بشپړ ډول افغاني نه شي، د سولې عالي شورا به د قطر په مذاکراتو کې برخه وانخلي.

افغان چارواکي وایې، د قطر له دفتر څخه نباید چې د سولې د خبرو نه پرته د نورو اهدافو لپاره کار واخیستل شي.

په افغانستان کې سیاسي ګوندونه او ایتلافونه هم د افغان حکومت له دې موقف څخه ملاتړ کوي ، خو د سولې د خبرو اترو په بهیر کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د استازیو د ګډون وړاندیز هم کوي.

د ملي ایتلاف ویاند سید آقا فاضل سانچاره کي پدې اړه آزادي راډيو ته داسي وایې:

"موږ له وسله والو مخالفانو په خاصه توګه له طالبانو سره د سولې د خبرو له بهیر څخه ملاتړ کوو او دا خبرې یو ضرورت ګڼو. خو په دې باور یو چې له دې دفتر څخه باید هیڅ ډول سیاسي ګټه وانخیستل شي.

که طالبان هم چمتوالی و ښیې او د افغانستان د حکومت له خوا هم د سولې د عالي شورا، سیاسي اپوزسیون او مدني ټولنې یو جامع ترکیب جوړ شي او د ملګرو ملتونو تر څار لاندي دا مذاکرات و شي، موږ د هغې هرکلۍ کوو."


کله چې افغان حکومت د یاد دفتر د پرانیستلو پر څرنګوالي خپل شدید اعتراض څرګند کړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري جمهور رییس حامد کرزي ته په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړ چې د طالبانو بیرغ او د دوی لوحه له یاد دفتره لرې شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبنز چې تیره شنبه د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی و، پرته له دې چې له هغوی سره و ګوري کابل ته راغلی او له جمهور رییس حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له مشرانو سره یې د یاد دفتر په اړه خبري وکړې.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم له طالبانو سره د ښاغلي ډوبنیز د نه لیدو علت د طالبانو لخوا د هغو وړاندیزونو او شرایطو نه عملي کول و ښود چې د سولې د خبرو لپاره وړاندي شوي وو.

په دې لړ کې جمهور رییس حامد کرزي د امریکا د ولسمشر بارک او باما او د بریتانیا له صدر اعظم ډیويډ کامرون سره د ویډیو کنفرانس او ټيلیفون له لاري د سولې او طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په اړه خبري وکړې.

د قطر د دفتر پرانیستل هم د عامو وګړو بیلابیل غبرګونونه و پارول.

یو شمېر خلک د قطر دفتر د سولې لپاره یو ښه ګام بولي خو ځینې نور بیا پدې برخه کې مخالفت څرګندوي.

د طالبانو لپاره په قطرکې د دفترد پرانیستلو مساله درې کاله وړاندې هغه مهال مطرح شوه چې، په قطر او جرمني کې د امریکایې چارواکو او د طالبانو د استازو د پټو مذاکراتو په اړه راپورونه خپاره شول.

افغان حکومت په لومړي سر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستلو مخالفت و کړ خو وروسته یې له دې دفتر سره په مشروط ډول موافقه وکړه.

په همدې حال کې یو شمېر کار پوهان نظر ورکوي، چې پاکستان او د دې هېواد استخبارات کولای شي د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې مهم رول و لوبوي.

د سیاسي چارو کارپوه ملک ستیز پدې باور دی چې که چیري طالبان د سولې خبرو ته آماده نشي نو د دوی دفتر به و تړل شي.

"دا په دې پورې اړه لري چې پاکستان او آی اس آی به ترکومه حده پر طالبانو فشار راوړي څو د افغانستان دولت په رسمیت و پيژني او وروسته د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. که داسي یو حالت رامنځ ته شي، نو د افغانستان د راتلونکې او د سولې د مذاکراتو لپاره به د دې دفتر رول مثبت وي.

خو که چیري پاکستان و نه غواړي چې دا دفتر د افغانستان د ستونزو د حل په یوه مرکز تبدیل شي، نو په طبعي ډول به دا د افغانستان لپاره په یوې ستونزې تبدیله شي او نړیواله ټولنه به د قطر پر حکومت فشار راولي څو دا دفتر ژر تر ژره و تړل شي."


د پاکستان حکومت هم په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانیستلو هرکلۍ وکړ او هیله یې ښودلې چې پدې سره به په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

افغان حکومت تل د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم بللی خو افغان چارواکي پر پاکستان انتقاد کوي چې پدې برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د یو شمېر کتونکو په باور د افغان حکومت له خوا پر ځینو شرایطو ټینګار او د طالبانو دا دریځ چې وايي له افغان دولت سره مذاکرات نه کوي، ښايي ددې سبب شي چې په قطر کې د سولې پیل شوی بهیر کومه نتیجه ور نه کړي.
XS
SM
MD
LG