د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۲

د ارګ په برید کې د چا لاس و؟


په کابل نننیو خپرو شویو ورځپاڼو خپل ډیر مطالب پر ارګ د وسلوالو پرونی حملې او له طالبانو سره د سولې خبرو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې پر ارګ پرونی برید کې د سي ای اې لاس وه تر سرلیک لاندې لیکلی دغه برید د طالبانو له سویې ډیر لوړ دی او داسې ښکاري چې د پرمختللو استخباراتو لاس په کې وه.

د مطلب لیکونکې په دې ټینګار کوي چې؛ دا راز حملې په دې حساس وخت کې شدیدا د سولې پر خبرو اترو منفي اغیز لري.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼه په خپلې سرمقاله کې دا تاکتیکونه باید بدل کړو تر سرلیک لاندې بیا پر ارګ پرونی برید د طالبانو له خوا یو خبرداری ګڼي او وړاندې لیکي چې دا د دې ښکارندوی دی چې؛ طالبان دومره جمهوري ریاست ته نږدې شوي دي.

سر مقاله لیکونکې په دی باور دی چې؛ په پرونی حمله کې که د وسلوالو طالبانو هدف هر ځای وه خو دا د هېواد د کشفي او امنیتي ادارو کمزوري ښیي.

ماندګار:

د مانده ګار ورځپاڼې په خپل دوهم مخ کې دا هم د طالبانو اوربند تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي ناراضه ورونو تیره ورځ د ښاغلي کرزي د جمهوري ریاست پر ماڼۍ حمله وکړه او هڅه یې کوله چې د سولې د خبرو له پیل څخه د مخه د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

د دې مطلب په یوې برخې کې راغلي چې؛ طالبان په داسې حال کې په کابل ښار کې حملې کوي چې؛ د دې ډلې یو شمېر غړي په قطر کې د سولې د خبرو د پیل انتظار کوي خو د مطلب لیلونکې په بلې برخې کې بیا ټینګار کوي چې که د دولت استازي قطر ته د سولې د خبرو په نیت ځي نو دا دی د افغانانو په استازیتوب نه ځي ځکه افغانان له هغو کسانو سره چې دوی وژني خبرو ته نه کېني.

ملي باور:

د ملي باور ورځپاڼه بیا د خپل لومړي مخ په لومړي مطلب کې پر ارګ د وسلوالو پرونی حملې ته په اشاره دا پوښتنه طرحه کوي چې؛ امریکایان کرزی ډاروي که طالبان زور ښودنه کوي؟

د ورځپاڼې د دې مطلب لیکونکې لیکي چې؛ د ډیرو نظر دا دی چې امریکایانو غوښتل چې؛ کرزي وډاروي چې که خلاف کوي نو زرې لرونکو موټرو کې به بریدګر تر ارګه در ورسیږي.

د ملي باور د ورځپانې د دې مطلب لیکونکی د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره وړاندې لیکي په دې حمله ځکه د شک سیوری خور دی چې برید ګر په امریکایې پیژند کارتونو، زری لرونکو موټرو له امنیتي کمربنده واوښته چې؛ په کې امریکایې پوځيان ساتونکي پیره داران دي.

محور:

د محور ورځپاڼه بیا په قطر کې د طالبانو د سولې د خبرو په اړه لیکي، د هغه چا پر ضد چې طالبانو د دین ساتنې او خپلواکې جګړه پیل کړې په قطر کې یې د هغوي په خوښه د طیبې په کلمه مزین بیرغ ماښام جګ او سهار را ټيټ کړ.

خو د محور ورځپاڼه بیا هیله مندي ښيې چې له طالبانو سره د خبرو هیله لا هم شته.

د مطلب لیکونکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند څخه په نکل خبر ورکوي چې ویلي له طالبانو سره د خبرو د پیلیدو امکان پیدا شوی.
XS
SM
MD
LG