د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

ملابرادر نه غواړي افغانستان ته لاړ شي


کابل چاپ ورځپاڼو د سې شنبې د ورځې په ګڼو کې بیا هم په قطر کې د طالبانو د دفتر او د سولې په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي ملابرادر وايي؛ په خپله نه غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې له ملابرادر څخه په نکل لیکي؛ د پاکستان له زندان څخه د سولې د خبرو لپاره زیات کار کولای شي.

همدې ورځپاڼې لیکلي، ملابرادر نه یوازې له طالب مشرانو سره په خبرو بوخت دی، بلکې له تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا او افغان حکومت له استازو سره هم خبرې کوي.

ویسا ورځپانې د افغان حکومت غبرګون راخیستی؛ د سولې دعالي شورا مرستیال عطاالله لودین وایي؛ ملابرادر د افغان حکومت له استازو سره له زندان اړیکې نه دي نیولي او دا هم یوه نامعقوله خبره ده، چې یو بندي دې په ازادنه ډول خپل بیروني فعالیتونه سمبال کړای شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د طالبانو په حواله لیکي؛ په قطر کې د دفتر لوحه او بیرغ د دغه هېواد د حکومت په موافقه ولګول شول.

طالبان وايي، په دې اړه مو له امریکايي لوري سره هېڅ ډول موافقه نه وه کړې.

سرنوشت ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړو خبرې راخیستې چې ویلي دي د طالبانو په دریځ کې د پخوا په پرتله نرمښت لیدل کیږي او دهغوي له دغه دریځه باید ګټه واخیستل شي.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼه د سولې د عالي شورا د مرستیال مولوي عطاالله لودین له خولې لیکي؛ که د افغان دولت شرایط ومنل شي، د سولې عالي شورا به قطر ته یو پلاوی ولېږي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې لیکلي ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

ورځپاڼه لیکي ولسمشر کرزي جیمز ډابینز ته ویلي؛ سوله نه باید د بهرنیانو د اهدافو وسیله وګرځي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي، مولانا فضل الرحمن د قطر په دفتر کې د پاکستان برخه غواړي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي؛ د سولې په تړاو باید د افغانستان د ثبات او پایښت لپاره فکر وشي، یوازې د ډلو او ډلګیو ګټې نه په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت سبب ګرځېدلای شي او نه هم د نړۍ د ثبات او امن سبب ګرځي.

هېواد:

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ طالبان باید د سولې په خبرو کې د افغان دښمنو کړیو د شومو اهدافو او توطئو ښکار نه شي.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG