امریکایي چارواکي له افغانستان سره پر اقتصادي اړیکو ټینګار کوي او وایي چې د دې هیواد اقتصادي وده د دوی لپاره ډیره مهمه ده.
د افغانستان او امریکا د سوداګری د ګډې خونې مشر وایي؛ چې امریکا چمتو ده له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ډان ريټر دغه خبره د شنبې په ورځ د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د خونې په ګډه غونډه کې وکړه او ویې ویل چې امریکا به د ډیرې مودې لپاره له سیاسي او پوځي برخو سربیره په اقتصادي برخوکې هم له دې هیواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
"موږ له تیرې یوې لسیزې دلته یو ترڅو د افغانستان او امریکا ترمنخ اقتصادي اړیکې ټینګې کړو، موږ هڅه کوو چې راتلونکې لسیزه کې هم خپلې دې همکارۍ ته دوام ورکړو، زموږ همکاري د امنیتي تړون په څرنګوالي او د جګړې په اړخونو باندې تړلې نه ده، موږ غواړو چې خپلې همکارۍ د افغانستان له ادارو او وزارتونو سره جاري وساتو."
د افغانستان او امریکا د سوداګری ګډه خونه په دوه زره دریم میلادي کال کې جوړه شوه چې هدف یې له اقتصادي پلوه د افغانستان پیاوړي کول دي.
هغه ټینګار وکړ چې هیواد یې هڅه کوي په افغانستان کې بهرنۍ پانګه اچوونه راجلب کړي او په دې توګه د دې هیواد اقتصاد وده ومومي.
امریکا په تیرو یوولسو کلونو له افغانستان سره په بیلا بیلو اقتصادي برخوکې سلګونه ملیونه ډالره مرسته کړې .
امریکایي چارواکي پداسې حال کې په افغانستان کې د پانګونې او د نړیوالو د پانګونې د راجلبولو خبره کوي چې د افغانستان د سوداګری خونه پدې هیواد کې د سوداګرۍ په برخه کې د ځینو ستونزو په اړه اندیښنه څرګندوي.
د دې خونې مسوولین چې د شنبې په ورځ د افغان او امریکا د سوداګری د ګډې خونې غونډې ته راغلي و، وویل چې افغان سوداګر لا هم له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي.
دوی همدا راز له امریکا او نورو هیوادونو نه وغوښتل چې افغانستان سره په اقتصادي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ وزیر هم د افغانستان او امریکا تر منځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
انوارلحق احدي وایي چې د افغانستان او امریکا تر منځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا به افغانستان سره مرسته وکړي چې له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ نشي.
"هر څومره چې د سوداګری چاپیریال ښه وي، خو که د پانګونې لپاره امکانات او پروژې نه وي نو پانګوال ته کومه ګټه نلري.
د افغانستان اقتصاد په تیرو لسو کلونو ډیر د نړیوالو په مرستو پورې تړلی وو او که دا مرستې یو دم بندې شي نو هیڅوګ یې نشي اداره کولی.
د خدای په فضل کومې نړیوالی ژمنې چې مونږ سره شوي د هغو له مخې دا مرستې نه بندیږي، لږ به کمې شي خو هیله مند یو چې کموالی په تدریجي توګه پکې راشي او مونږ ځانونه ورسره عیار کړای شو."
که څه هم په تیرو لسو کلونو کې خصوصي پانګوالو په افغانستان کې سلګونه میلونه ډالره پانګه اچولې، خو ډیرشمیر خصوصي پانګه وال په دې هیواد کې امنیتی ستونزو ته په پام ډیر اندیښمن دي.
ویل شوي چې په افغانستان کې د نا امنیو د دوام له امله ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو پانګه والو بیرته خپلې پانګه له دې هیواد څخه ایستلي دي.
راپور: جميله ظریف