د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

ستانکزی: جان کېري په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې نه کوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، قطر ته د امریکایي چارواکو د سفر په ترڅ کې به د سولې خبرو ته د زمینې په برابرولو خبرې وشي.

د دې شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزی وایي، د دغو خبرو ډیر تمرکز به د امریکا او طالبانو ترمنځ په شخصي مناسباتو وي او د افغانستان مساله به په مستقیمه توګه په کې شامله نه وي.

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د دې هیواد ځانګړې استازی له قطري چارواکو سره د خبرو په خاطر نن دغه هیواد ته تللی دي.

دغه دوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي په داسې حال کې قطر ته سفر کوي چې؛ څلور ورځې وړاندې طالبانو په دغه هیواد کې خپل دفتر پرانست.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، قطر ته د امریکایي چارواکو په دې سفر کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ په موجوده مناسباتو خبرې وشي او د افغانستان مسله به په مستقیمه توګه په کې شامله نه وي.

د دې شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزي وایي، ترڅو چې د سولې په اړه جوړېدونکو غونډو کې په خپله افغان حکومت او د سولې عالي شورا برخه وا نخلي، دا رانګه خبرې اترې نتیجه نه ورکوي.

"قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر د دوی د خپلو کارونو یوه برخه ده؛ هغه مستقیمې خبرې چې کیږي هغه به د افغانستان په اړه نه وي، هره خبره چې کیږي هغه به د سولې د زمینې په برابرولو وي، خو د خبرو لپاره باید مخالفین هم دا درک ولري، چې د خبرو اصلي لوری، افغان حکومت، افغانان او د سولې عالي شورا ده.

د دوی له ګډون پرته د سولې هڅې کوم ځای نه نیسي."


د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د افغانستان او پاکستان لپاره ددې هیواد ځانګړی استازی جیمزدوبینز له قطري چارواکو سره د خبرو په هدف د شنبې په ورځ دغه هیواد ته تللي.

که څه هم د جان کیري د سفر په اجنډا کې له طالبانو سره د خبرو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د جیمز ډوبینز په اړه ویل شوی، چې دی به د هغو خبرو مشري وکړي چې امریکایان یې د طالبانو له استازیو سره کوي.

په ولسي جرګه کې هم د شنبې په ورځ په قطرکې د طالبانو د دفترپه اړه پراخ بحثونه وشول.

ځینو وکیلانو ویل، چې افغان حکومت باید هغه وخت له طالبانو سره خبرې پیل کړي، چې وسله پرځمکه کیږدي او اساسي قانون ومني.

سیاسي کارپوهان بیا قطر ته د امریکایي چارواکو دسفر په اړه وایي، په دې سفر کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د باور په رامنځ ته کولو خبرې وشي.

سیاسي څیړونکی وحید مژده وایي، په قطر کې د طالبانو د استازو اساسي غوښتنه له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو طالب بندیانو راخوشې کیدل او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل دي.

"طالبان وايي، چې په اول قدم کې باید اعتماد جوړونه وشي، له اعتماد جوړونې څخه دطالبانو هدف دادی چې اول باید هغه پنځه طالب بندیان له ګوانتانامو څخه خوشې شي او قطر ته انتقال شي، طالبان وایي چې د افغانستان اشغال باید پای ته ورسیږي، دا مسئله مهمه ده، له هغه نه وروسته بیا نور مسایل چې له افغان حکومت سره خبرې دي، تر بحث لاندې راځي، په اول قدم کې د طالبانو او امریکا ترمنځ اعتماد جوړونه ده."

پخوا تردې افغان حکومت ویلي وو، چې د سولې د خبرو لپاره به هغه وخت طالبانو ته په قطر کې دفترخلاص کړي چې دغه ډله د افغان حکومت شرایط ومني.

خو د تیرې سه شنبې په ورځ معلومه شوه چې د افغان حکومت له حضور پرته طالبانو په قطر کې دفتر پرانست او خپل بیرغ او د اسلامي امارت لوحه یې پرې ودروله.

افغان حکومت له دې کار سره په غسه شو، او په بدل کې یې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پیل شوې څلورم پړاو خبرې وځنډولې.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG