د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

طالبان له افغان حکومت او امریکا سره د سولې د خبرو پر لغوه کولو بحثونه کوي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې خبر ورکړی چې؛ د طالبانو رهبرانو په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر پر نوم او بیرغ د انتقادونو په خاطر د جمعې په ورځ له افغان حکومت او امریکا سره د سولې د مذاکرو پر لغوه کولو بحثونه پيل کړل.

د طالبانو یوه عمده چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی؛ له پاکستانه په ټیلیفون نیویارک ټایمز ته ویلي چې؛ د افغان حکومت له شدید عکس العمل سره هم دوی د خپل بیرغ او په قطر کې د سیاسي دفتر د نوم ساتلو ته متعهد دي.

د طالبانو دې چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي: "د امریکا حکومت او قطر د بیرغ او زموږ د دفتر د نوم په اړه خپله ژمنه بدله کړې ده. له موږ سره موافقه شوې وه؛ چې دا بیرغ او دا نوم به منل کیږي؛ خو هغوی د کابل د رژیم په خاطر له خپلې خبرې په شا شوي دي."

د طالبانو دې چارواکي ویلي چې، د طالبانو له هیات سره په دوامدار ډول په تماس کې دی. خو د خپل هویت له څرګندولو یې ډډه کړې ځکه په کویټه کې د طالبانو مشرانو پریکړه کړې چې تر هغو چې د بیرغ او د دفتر د نوم په اړه یو واحد دریځ خپلوي له مطبوعاتو پر خبرو بندیز دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې پر دې مسله طالبانو ته هیڅ ډول ډاډ نه وو ورکړ شوی او د قطر حکومت ویلي چې دې ته یوازې (په دوحه کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر) ویل کیدلای شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې، د طالبانو دفتر د دوحې په هغه سیمه کې پرانیستل شوی چې د بهرنیوهیوادونو سفارتونه دي او پر هر سفارت د خپل هیواد بیرغ ځوړند دی.

په دې سیمه کې د طالبانو بیرغ د افغان حکومت د سفارت په وړاندې د یوه رقیب د رامنځ ته کولو د هڅې په توګه څرګندیږي. د طالبانو دې وینا چې په قطر کې پرانیستل شوی دفتر به له بهرنیو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو او مطبوعاتو سره د تماسونو د ټینګولو چارې پر مخ بیايي داسې انګیرنې لا پياوړې کړې دي.

امریکايي او افغان چارواکو په زغرده ویلي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر هدف یوازې د سولې د مذاکرو پيل کول دي.

خو د طالبانو یوه چارواکي له پاکستانه په ټلفون نیویارک ټایمز ته ویلي د مذاکرو لوری لا نه دی معلوم او زیاته کړې یې ده چې ښايي پر د اختلاف په خاطر لغوه شي خو د دفتر د بندولو نیت نه لري.

د سولې د خبرو د پيل د امکان او څرنګوالي په اړه د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو یو افغان کارپوه احمد سعیدي ازادي راډيو ته وویل چې د کویټې شورا ښايي پر دې مسله غور ته دوام ورکړي او داسې نه بریښي چې مذاکرې به ژر پيل شي.

ښاغلي سعیدي پرون (جمعه) وویل، چې د سولې خبرې ښايي د افغانستان د حکومت او د متحدو ایالاتو ترمنځ د امنیتي تړون د برخلیک تر څرګندیدو وروسته پيل شي.

د امنیتی همکاریو په دې تړون کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو د موجودیت په شمول ګڼ شمیر مهمې مسلې شاملې دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، افغان حکومت پر دې تړون خبرې ځنډولې او د سولې عالي شورا ویلي چې طالبانو د خپل دفتر د پرانیستل کیدو پر مهال د جګړې او وینې تویولو پيغامونه ورکړي نو د مذاکرو لپاره دوحې ته نه ځي.
XS
SM
MD
LG