د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

وسله وال طالبان: تر هغو به جنګیږو چې ټول امریکايي عسکر له افغانستانه ووځي


طالب وسله والو په قطر کې خپل نوی دفتر، د جبهې په اول خط کې د خپل بریالیتوب یو ثبوت بللی؛ خو ژمنه یې کړي، چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو به جنګیږي.

د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو یو سیمه ییز وسله وال ملا احسان اله د فرانسې خبري اژانس ته په تیلفون کې ویلي؛ موږ په قطر کې د طالبانو د دفتر هرکلی کوو او موږ ورته خوشال یو. هغه ویلي د دې دفتر په جوړولو سره، موږ غواړو له نړیوالې ټولنې سره لکه د یوه آزاد او مستقل هیواد په شان وغږیږو.

همدا شان په پاکستان کې د طالبانو یوه باخبره غړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې؛ د سولې په لور دا حرکت به د طالب وسله والو پر چریکي حملو لکه د سړک تر غاړې د بمونو پر ایښودلو، ځان وژونکو حملو او کمین نیولو باندې اثر ونه کړي.

دی وایي، دلته به سمدستي کوم بدلون رامنځ ته نه شي؛ سره له دې چې خبرې پیل کیږي، بیا هم جګړه روانه ده. هغه خبرداری ورکړی چې، د طالبانو د یوه واحد مرکزیت په نشتوالي کې به د هرې معاملې عملي کېدل له سختي سره مخامخ کیږي.

هغه زیاتوي، په دوحې کې د طالبانو استازي د طالبانو د تحریک پیاوړي غړي نه دي او په وسله والو ډلو کې چې په حملو کې برخه اخلي ډیر نفوذ نه لري. نو په دې حساب به دوی کافي قدرت ونه لري چې؛ د سولې په اړه د خبرو نتیجې د طالبانو پر شورا چې ځواکمنه ده؛ عملي کاندي.

د فرانسې خبري اژانس د یوه کس له قوله چې د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان ته تګ راتګ کوي؛ لیکلي، په دې سمیه کې وسله وال په دې باور دي چې؛ د سولې خبرې به یواځې هغه مهال ممکنې وې؛ چې ټول امریکايي عسکر افغانستان پریږدي او ټول طالب بندیان راخوشې شي.

شمالي وزیرستان د پاکستان هغه قبایلي سیمه ده چې؛ ویل کیږي، د طالبانو ډیر سنګرونه په کې دي او په همدې بدنامه ده.

دا سړي چې د شمالي وزیرستان مرکز میرامشاه ته تګ راتګ کوي؛ وایي، دا یعنې د سولې نوې پروسه نوې ده، خو زه ورته ډېر هیلمند نه یم.

دی وايي، طالبان په دې پوهیږي چې، ممکنه ده افغان حکومت متحد ایالاتو ته اجازه ورکړي چې؛ په راتلونکي کې خپلې نهه هډې په افغانستان کې پریږدي او دا د دې معنی لري چې، امریکايي ځواکونه افغانستان نه پریږدي. دی وايي، د جهادیانو په مغزو کې همدا خبره ده چې، تر څو امریکایان په افغانستان کې په هر ډول پاتې شي، دوی به ورسره جنګیږي.
XS
SM
MD
LG