د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۴۰

پېښور: د شيعه مسلمانانو پر جومات ځانوژونکي بريد ١٤ وژلي او ٢٠ يې ټپيان کړي


د خيبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د حسينيه په نوم د شيعه مسلمانانو په مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانوژونکى بريد شوى چې د پوليسو په وينا تر اوسه پورې په کې څوارلس تنه وژل شوي او شاوخوا شل تنه په کې ټپيان شوي دي.

پېښور ښار د نوي ايالتي حکومت تر جوړېدو وروسته په دوېيم ځل بيا يوې زورورې چاودنې و لړزاوه. د دې ښار په څمکنو سيمه کې په ګلشن کالونۍ کې د جمعې د لمانځه په مهال زوروه چاودنه وشوه چې؛ د پوليسو په وينا، ځانوژونکى بريد و او په لسګونو لمونځ کوونکو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د پېښور د پوليسو يوه مشر شفيع الله د چاودنې په ځاى کې رسنيو ته وويل:

"د جومات دوې دروازې دي، چې پر دواړو زموږ ساتونکي ولاړ وو؛ بريدکوونکي له غربي اړخه ور ننوتي چې درې تنه وو، دوو ډزې کولې او يو ځانوژونکى ورسره و، لومړى يې زموږ پر پوليس عسکر ډزې کړي هغه يې ټپي کړی، بيا جومات ته ننوتي، ځانوژونکي تر محرابه ځان رسولى هلته يې ځان چولى، نورو دوو ډزې کړي او تښتېدلي دي، تر اوسه پورې څوارلس تنه وژل شوي او د ټپيانو شمېر سم مالوم نه دى."

بريد د شيعه مسلمانانو پر جومات هغه مهال شوى چې؛ شاوخوا يونيم سل تنه لمونځ کوونکي د جمعې لمانځه ته ورغلي وو او د جومات ملا امام ورته وعظ کاوه. د جومات امام وايي، نه پوهېږي پر دومره سخت امنيت برسېره بريدکوونکي څنګه جومات ته ور ننوتل او بريد يې وکړ:

"دا سړک مو د پوليسو تر وينا وروسته وتاړه، بيا چې کوم خلک پر سړک تېرېدل پر مشکوکو خلکو مو نظر ساته، د جمعې ورځ وه، زموږ خپل کسان او پوليس د جومات پر دواړو دروازو ولاړ وي؛ خو بيا هم وسله وال را ننوتل، لومړى يې يو محافظ و واژه، بيا يې ځان و واژه، چې ګڼ شمېر لمونځ کوونکي يې ووژل او ګڼ شمېر يې ټپيان کړل، خو زموږ په ذهن کې دا يوه پوښتنه ده، چې وسله وال بيرته وتل هغوى يې هم بايد وژلي واى."

د وروستيو معلوماتو په اساس په چاودنه کې شل تنه ټپيان شوي دي، چې سمدستي د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي او د ډېرو حالت نازک بلل شوى دى.

د چاودنې مسووليت لا هم کومې وسله والې ډلې نه دى منلى. د يادونې وړ ده چې د تېرې مې د مياشتې پر څلرويشتمه نېټه هم په پېښور کې يوې چاودنې درې تنه وژلي او شاوخوا لس تنه يې ټپيان کړي وو.

راپور:- بارکوال مياخېل - پاکستان
XS
SM
MD
LG