د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۹

ایوبزاده: په ولايتي شوراګانو کې دې ښځو ته دې ۲۵فیصده ونډه ورکړل شي


په افغانستان کې مدني ټولنو یو شمېر سازمانونه د ولایتي شوراګانو په څوکیو کې د ښځو په پنځه ویشت فیصدې ونډې ټینګار کوي.

د یاد ټولنې استازو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې، په داسې حال کې پر دې مسالې ټینګار وکړ چې؛ څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتو د قانون د یوې مادې په لري کولو سره ، د ښځو پینځه ویشت فیصده حضور په ولایتی شوراګانو کې لغوه اعلان کړ.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې مشرانو جرګه په خپلې عمومي غونډه کې د انتخاباتو د قانون په طرحې بحثونه پیل کړي، د افغانستان د مدنې ټولنې یو شمیر سازمانونه ټینګار کوي چې د ولایتي شوراګانو په څوکیو کې دې ښځو ته پنځه ویشت فیصده ونډه ورکړل شي.

د یادې ټولني استازو د پنجشنبې په ورڅ په یوه غونډه ګې وویل ښځې باید په ولایتي شوراګانو کې اختصاصي ونډه ولري تر څو ښځې د ازادې سیالۍ له لارې خپلې څوکۍ ترلاسه کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې نهادونو په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې ددې سازمان د یوه غړي نعیم ایوب زاده له خوا ولوستل شوه:

(هغه ښځې چې په یوه انتخاباتي حوزه کې ازاد رقابت کوي دې ټولو کاندیدانو له منځ څخه (ښځه او سړی) وکولای شی زیاتې رای ترلاسه کړي باید کومو ونډه چې ښځو ته ورکړل شوي له هغې څخه بهر ښځې چوکې ترلاسه کړي.

حداقل باید ښځو ته پینځه ویشت فیصده د ولایتي شوراګانو څوکې ورکړل شي.)

له بلې خوا دمدنې تولنې نهادونه وايي، هر څومره ژر چې کیدای شي د انتخاباتو قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیلانو او صلاحیتونو قانون باید تصیوب او توشیح شي.

درې اونۍ مخکې د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتو قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ.

د انتخاباتو قانون د دوهم فصل په فقره کې راغلي و چې په هره ولایتي شورا کې د هرو څلورو څوکیو څخه دې یوه ښحو ته ورکړل شي.

خو ولسي جرګې له قانونه دا ماده وویستله، چېې د یو شمیر افغان مېرمنو اندیښنې یې را وپارولې.

اوس د قانون دغه طرحه د تصویب لپاره مشرانو جرګې ته استول شوي.

خو د مشرانو جرګې ځینې غړي وايي چې ددې جرګې اکثره غړي په ولایتي شوراګانو کې د ښځو د پنځه ویشت فیصده ونډې پلویان دي.

د مشرانو جرګې د عدلی او قضایی او د تقنین د کمیسیون مشر غلام محي الدین منصف د پنجشنبې ورځ په غونډه کې چې د مدنې ټولنو بنستونو هم په کې جضور درلود داسې وویل:

(د مشرانو جرګې د تقنین د کمیسیون نظر او وړاندیز همدا دي چې باید ښځو ته د پخوا په پرتله ونډه وکړل شي.)

تراوسه پورې په افغانستان کې انتخابات د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې شوي دي.

د همدې فرمان له مخې تراوسه پورې په ولایتي شوراګانو کې ښځو ته پنځه ویشت فیصده ونډه ورکړل شوې ده.

ځینې ښځې وايي چې؛ په افغاني ټولنه کې ښځې له یو لړ محدودیتونو سره مخ دي، ځکه خو باید په سیاست کې امتیازي ونډه ورکړل شي.

خو ددې نظریې مخالفان وايي، ښځې او نرینه ټول باید د ډیرو رایو د ګټو په اساس ولایتي شوراګانو ته لاره پیدا کړي.

ټاکل شوي په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکې انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري میاشتې په ۱۶ نیټه ترسره شي.
مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG