د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

فراهي: د جوزجان د والي پر کور شوې حمله غندو


د سیمه ییزو ارګانونو مشر د جوزجان د والي پر کور د جنرال عبدالرشید دوستم د ساتوونکو له خوا شوې حمله غندي او وایي چې؛ دی یې ډیر متاثره کړی دی.

عبدالخالق فراهي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د جوزجان والي محمد عالم ساعي له څه باندې دریو کلونو را په دې خوا په دې دنده ګمارل شوی او تراوسه یې دوی په اړه شکایتونه نه دي اوریدلي.

بل لورته په جوزجان کې مظاهره کوونکي ددې ولایت د والي لرې کیدل غواړي.

زموږ همکار اسدالله لودین د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له مشر عبدالخالق فراهي سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي، چې د جوزجان د والي پر کور د وروستۍ حملې په اړه د دوي معلومات څه دي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG