د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د ایران پولیسو دوه تنه هراتیان په وهلو وهلو وژلي


د ایران پولیسو دوه تنه هراتیان په وهلو وهلو وژلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي (عبدالقیوم او صالح محمد خان) چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو، د ایران د پولیسو له خوا د غلان په تور ونیول شول، چې تر ډېرو وهلو او ډبولو وروسته یې ساه ورکړه. د دوی بل ملګری چې علاوالدین نومیږي ازادي راډیو ته وویل، غلا اصلاً د هغه ایراني اوښي او زوم چې شهید عبدالقیوم او صالح محمد ورسره کار کاوه کړې وه. ده علاوالدین په وینا، پولیسو عبدالقیوم دومره وهلی و، چې د مخ او سر هډوکي یې پرې مات کړي وو او په ډېره بې رحمۍ وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG