د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۱

د انتخاباتي کارټونو د لاسته راوړلو په برخه کې د ښځو ونډه کمه وه


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د ښځو د حقوقو یو شمېر مدافعین د انتخاباتي کارټونو د ترلاسه کولو په بهیر کې د ښځو له کمې ونډې اخیستنې اندیښنه لري.

دغه څرګندونې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ښځو د برخې مسولانو نن د جنډر او انتخاباتو په نامه په یوې مشورتي غونډه کې وکړې.

د دې کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنرې ریدا عظیمي وویل، چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پيله تر اوسه پورې یوازې یوولس زره ښځو کارټونه تر لاسه کړي دي.

که څه هم د رایې ورکونې د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره د نوم لیکنې له بهیر څخه نږدې یوه میاشت تیریږي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په دې بهیر کې د ښځو له کمې ونډې اخیستنې اندیښنه لري.

دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په هغه مشورتي غونډه کې وشوې چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د یو شمیر مدني ټولنو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ښځو د چارو کمیشنرې ریدا عظیمي وویل، چې دوی د انتخاباتي کارټونو د ترلاسه کولو په بهیر کې د ښځو له کمې ونډې اندیښنه لري:

"موږ له دې امله اندیښنه لرو، چې له اته پنځوس زره څلور سوه او پینځه څلویښت کسانو څخه چې کارټونه یې ترلاسه کړي، د دوي په وړاندي دا یولس زره ډیر کم دي.موږ باید هڅه وکړو. نو زه فکر کوم چې دا اوس هم د اندیښنې وړ ده.

په دې کې کمیسیون ملامته نه دی. تاسو یې پيدا کړ‌ی چې ولې ښځو پدې کمه اندازه ګډون کړی."


په افغانستان کې د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره دنوم لیکنې بهیر د روانې میاشتې د جوزا یا غبرګولي په پينځمه نیټه پيل شو.

چارواکي وایې، ټاکل شوې ده د رايي ورکونکو د نوم لیکنې دوهم پړاو د روان لمریز کال د اسد یا زمري په پينځمه نیټه په ولسوالیو کې هم پیل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون درې میاشتي وړاندي د رای ورکولو د اوه زره مرکزونو لسټ امنیتي ارګانونو ته وسپاره.

د دې کمیسیون چارواکي وایې، امنیتي ارګانونه یوه میاشت وخت لري څو د دې مرکزونو د امنیت په اړه ورته ډاډ ورکړي.

تر دې وړاندي امنیتي مسولانو ویلي وه، چې په زابل، هلمند او غزني ولایتونو کې څلور ولسوالۍ له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ دي او ښایې پکې انتخابات تر سره نشي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، د انتخاباتو د بریالي تر سره کیدو لپاره ۱۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا شته.

اخوا ددې کمیسیون ځینې مسولین وایې، هڅه کوي څو پدې بهیر کې د ښځو ونډه پياوړې کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاه رییس ضیا الحق امرخیل پدې اړه داسي وویل:

"د خویندو ونډه لکه څرنګه چې عظیمي صاحب مخکې یادونه وکړه په ابتدا کې، په پينځم د جوزا چې کله موږ دا پروسه پيل کړه، کمرنګه وه.

اما د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هرې ورځې په تیریدو سره خپل تلاش وکړ او دغه هڅې دوام لري څو هغه خوندې چې واجد شرایط دي د ثبت نام مرکزونو ته مراجعه وکړي او د ثبت نام کارټونه واخلي."


د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوبزاده د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو د کمې ونډي اخیستنې لامل، نا امني، په هیواد کې ناسم دودونه، د عامه پوهاوي کمزورې پروسه اوداسې نور بولي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ لمریزکال د حمل د میاشتې په شپاړسمه نیټه تر سره کیږي.

خلک او یو شمیر سیاسي ګوندونه اندیښنه لري چې ښایی راتلونکې انتخابات عادلانه او شفافه نه وي او درغلۍ پکې زیاتې وي.

د افغانستان ولسي جرګې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره مخالفت څرګند کړ.

راپور: قسیم سوله مل
XS
SM
MD
LG