د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

کابل کې د ننني چاودنې ځيني عکسونه

په داسې حال چې؛ نن په کابل کې د انتقال د پروسې د وروستي پړاو مراسم ترسره کیږي، د دې ښار لویدیځ یوې چاودنې ولړزاوه. د کابل دا مني قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین ازادي راډيو ته تایید کړه چې؛ انتحاري حمله د کابل ښار د کارته سه په مربوطاتو کې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون دفتر ته نږدې شوې ده . دا چې پيښه نوې ده، نوموړي د پيښې په اړه نور جزیات ور نه کړل. په سیمه کې یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته وویل چې؛ چاودنه زوروره وه او د شاوخوا کورونو ښیښې یې هم ماتې کړي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي تایید کړه چې؛ په پيښه کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمیر یې ونه وایه. هغه وویل چې؛ حمله په داسې حال کې شوې چې د ولسي جرګې د یوه غړي محمد محقق موټر له سیمې تیریده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG