د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۵

په دوحه کې طالبان ته د دفتر د پرانیستلو ملاتړ شوی


فارن پالیسي خپرونه لیکي؛ چې افغانستان، متحدو ایالاتو او د پاکستان حکومت د سولې د مذاکرو د بریالیتوب لپاره په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو ملاتړ کړی.

یو شمېر کسان دا فکر کوي چې؛ که طالبان له وسله والې ډلې په قانوني سیاسي اړخ بدل شي دا به د افغانستان د سولې د پروسې لپاره یو لومړنۍ مهم ګام وی.

خو تر اوسه د روغې جوړې لپاره هڅې یوازې په خبرو او شعارونو پورې محدودې پاتې شوې دي.

د فارن پالیسي په لیکنه، داسې هیڅ شواهد نشته چې څرګنده کړي چې د طالبانو رهبري د سولې د موافقې لپاره رضایت لري یا دې کار ته مجبور دي.

په عین وخت کې جمهور ریس حامد کرزی چې غواړي نوم یې د سولې د ټینګونکي په توګه ثبت شي، تر ۲۰۱۴ کال مخکې چې د خدمت موده يې پاي ته رسیږي، هڅه کوي د سولې یوه موافقه ترلاسه شي.

فارن پالیسي وايي، وسله والو طالبانو هم تر یوه حده په اصولو کې د جوړ جاړي له هڅو سره همکاري کړې، خو ولې روانو هڅو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې؟

د فارن پالیسي خپرونې د دې په ځواب کې ویلي: دا ځکه چې د دوحې پروسه د غیر واقعي توقعاتو ښکار شوه.

د روغې جوړې لپاره داسې هڅې چې؛ هغه واضح اهداف او ستراتیژي ونه لري د کب نیولو تش چنګک ته پاتې کیږي ځکه تشو خبرو ته هڅول د ناکامۍ سبب ګرځي.

دا خبرې یوازې په هغه وخت کې بریالیتوب ته رسیدلای شي چې واقع بینانه اهداف ورته وټاکل شي، یوه څرګنده ستراتیژي ولري، ملي وحدت موجود وي او له حوصلې څخه کار واخیستل شي.

بله ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال لیکي: جمهور ریس حامد کرزي په پاکستان کې د وسله والو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو له حملو سره شدید مخالفت څرګند کړ.

په غیر مترقبه ډول د ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې داسې ښکاره شوې چې د هغه له پخوانيو خبرو سره په ټکر کې دي چې؛ د امریکا له متحدو ایالاتو یې غوښتنه کوله چې؛ په پاکستان کې د وسله والو د ځالو د له منځه وړلو لپاره نور جدي اقدامات وکړي.

وال سټریټ ژورنال د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې له مخې د پاکستان د جیو ټلویزیون سره د هغه د مرکې دا برخه چې ( زه په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د حملو پلوي نه کوم. زه یې مخالف یم ) بیا خپره کړې ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وایي چې؛ د امریکا متحد ایالات د پاکستان په قبایلي او غرنیو سیمو کې د القاعده شبکې د تروریستانو، د افغان او پاکستاني وسله والو پر ضد حملې کوي.

د وال سټریټ په حواله، سره له دې چې د امریکا په مشرۍ له تروریزم سره د مبارزې اوسنی ماموریت د راتلونکي کال په پاې کې بشپړیږي؛ خو امریکا يي چارواکي وايي ښايي د تروریزم ضد دا عملیات دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG