د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۱

د باسټن کمپ له لښکرګاه څخه بهر انتقالیږي


د بریتانیا د دفاع وزارت یوې خپرونې په افغانستان کې د دې هېواد د پوځي قومندانۍ د مرکز د انتقال په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله ویل شوي، ټاکل شوې ده چې، په هلمند کې د میشتو بریتانوي ځواکونو د قومندې مرکز چې؛ د لشکرګاه په ښار کې دی په همدې اوړي کې د لشکرګاه د ښار څخه بهر د باسټین پوځي مرکز ته انتقال شي.

د باسټین کمپ، د شورابک په نوم د افغانستان د اردو د ځواکونو پوځي اډې ته نژدې دی.

د خپرونې په وینا، د بریتانیا د دفاع وزیر فیلیپ هامونډ دا خبره افغانستان ته د سفر پرمهال کړې ده.

بریتانوي ځواکونه له ۲۰۰۶م کال راهیسې په لښکرګاه کې پراته دي او له دې ښار څخه یې د قومندې د مرکز انتقال په داسې وخت کې ترسره کیږي؛ چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو شمېر کمیږي او امنیتي مسوولیتونه افغان لورې ته سپاري.

د دې مقاله په دوام کې ویل شوي دي چې؛ په هلمند کې د بریتانوي ځواکونو د قومندې د مرکز انتقال افغان او بریتانوي ځواکونو ته فرصت برابروي چې؛ د امنیتي مسولیتونو د انتقال د وروستي پړاو په برخه کې له نژدې له یوبل سره کار وکړي.

"د پولیو یا ګوزڼ د واکسینو د کمپاین دوه کارکونکي په پاکستان کې ووژل شول" دا په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې د یو خپور شوي راپور سرلیک دی.

دا پېښه پرون په صوابۍ کې پېښه شوې ده.

د دې دوو رضا کارو له ډلې چې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شول؛ یو یې د ښونځي ښوونکی و.

نیویارک ټایمز لیکي چې، څلور کسان د دې برید سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

د دې لیکنې په دوام کې ویل شوي چې؛ د پولیو یا ګوزڼ پر ضد د واکسینو کارکونکې د هغو وسله والو له خوا تر بریدونو لاندې راځي؛ چې وايي، د پولیو پر ضد د ماشومانو واکسینول د اسلامي شریعت په خلاف دي.

د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان حکومت د واکسینو د کارکونکو د خوندیتوب لپاره اقدامات کړي دي؛ خو تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې؛ دا اقدامات څومره مؤثر دي.

ورځپاڼې په دې برخه کې یوې بلې مسالې ته هم اشاره کړې ده او وايي، د پولیو د واکسینو یو شمیر کارکونکي خپله هم نه غواړي چې پولیس ورسره و اوسي؛ ځکه ګومان کوي، چې د پولیسو ملتیا به یې نور هم له خطر سره مخ کړي.

ورځپاڼه د ډاکتر سعید په نوم د یو سیمه ییز ډاکتر له خولې وايي، په دې اړه فکر کوي چې، روغتیايي کارکونکو ته وسلې وویشې او د وسلو جوازونه هم ورکړي.
XS
SM
MD
LG