د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

په فراه ولایت کې د کبډي سیالۍ پیل شوې


په فراه ولایت کې د کبډي سیالۍ پیل شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

په فراه ولایت کې د شنبې په ورځ د یو شمېر ټیمونو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې. د کبډي لوبه د لومړي ځل لپاره په منځني اسیا کې ترسره شوې، چې د تامیل ژبې له دوو کلمو "کای یعنې لاس" او پېډي یعنې نیولو" څخه چې د لاس نیولو معنی لري اخیستل شوې ده. دا چې د کبډي لوبه څه وخت افغانستان ته راغلې کره وخت یې معلوم نه دی. کبډي لوبه څلور ډوله ده. يو ډول یې داسې ده، چې د هرې لوبډلې اته - اته کسه لوبغاړي د سیالیو لپاره میدان راوځي او دغه سیالۍ پر توشکو تر سره کيږي. دوېیم ډول یې هم پر توشکو ترسره کيږي خو د لوبغاړو شمېر يې۱۰ تنه وي. درېيمه يې بيا ۸ کسيزه لوبډلې وي؛ چې په شګو کې ترسره کيږي او بل ډول يې په ډاګ یا شنه میدان کې ترسره کیږي، چې د فراه ولایت لوبې هم په شنه میدان کې کیږي. هره لوبډله شل شل دقيقې وخت لري چې، خپله لوبه وکړي. که په دغه ټاکلي وخت کې مساوي پاته شي بيا اضافه وخت ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG