په کابل کې نننیو خپرو شویو ورځپاڼو خپل ډیر مطالب په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په اړه د امریکې د کانګرس پرېکړې او د ناامنیو په اړه موضوعاتو ته ځانګړي کړي.
سرنوشت:
سر نوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سر مقاله کې د "امریکا کانګرس د افغان جګړې د ختمولو غوښتنه وکړه" تر سرلیک لاندې لیکلي د امریکې کانګرس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره رایه ورکړه او یو قرار داد یې تصویب کړ چې؛ تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکایې سر تیرو په اړه به رایه اچونه وکړي.
سر مقاله کې راغلي، دغه قرار داد د ا مریکا د ولسي جرګې د غړي "جیم مک کورون" له خوا وړاندې شوی.
په سر مقاله کې له دغه امریکایې وکیل څخه په نکل لیکل شوي چې؛ نور نو باید د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي او امریکایې سر تیري خپل هېواد ته ستانه شي سر مقاله زیاتوي د امریکې د کانګرس غړو د امریکې له حکومت څخه له افغانستان نه د امریکایې عسکرو د وتلو د مهالویش ټاکل غوښتي دي.
ملي باور:
د ملي باور ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د افغانستان د جګړې د ختمولو په هکله د امریکې د کانګرس د وروستي اقدام په اړه مطلب خپور کړی.
د مطلب لیکونکي خبر ورکړی چې، د امریکې کانګرس دهغه هیواد کلنی بودجه تصویب کړه چې؛ په کې افغان امنیتي ځواکونو لپاره ۷،۷ میلیارده ډالره ځانګړي شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، چې په دغه بودجه کې افغان ځواکونو لپاره لوژستیکي مرستې، هوایې ځواک او استخباراتي برخو سره مرسته شامله ده.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د "دوستان ځي که پاتې کیږي" تر سر لیک لاندې په خپله سر مقاله کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په اړه د امریکې د کانګرس وروستی تګلاره څیړلې او لیکلي که په تیرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې لپاره ډیر لږ هڅې په صادقانه توګه شوي وای نو نن به په افغانستان کې بشپړه سوله او امن وای.
محور:
محور ورځپاڼې بیا په شمالي ولایتونو کې د نا امنیو مساله څیړلې چې د بدخشان د تګاب ولسوالي د وسلوالو طالبانو لاس ته لویږی او دا تر وردوج د دغه ولایت دوهمه ولسوالي ده چې؛ وسله وال طالبان یې نیسي.
خو د مطلب لیکونکی د بدخشان پر تګاب ولسوالی حمله کې بهرني وسله وال طالبان ښکیل ګڼي.
ارمان ملي:
ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې هم د ناامنیو په اړه یو شمیر مطالب خپاره کړي؛ خو په خپله سرمقاله کې یې د پاکستانیان د وریښمو د لارې د سبوتاژ په هڅه کې دی تر سر لیک لاندې لیکي چې پاکستان په دې برخې کې اوږد مهالې هدفونه لري.
سر مقاله لیکونکی ټینګار کوي چې پاکستانیان د خپلو هدفونو د پلې کولو لپاره د منځنی آسیا د هیوادونو اتباع تروریستان افغانستان ته لیږي تر څو په بدخشان کې جګړه توده وساتي.