د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

ستانکزی: ولسمشر په ایران کې سم واک نه لري


د ایران د اساسي قانون په یوسل او لسمې مادې کې د مذهبي مشر صلاحیتونه واضح شوې دي. مذهبي مشر د ایران د جمهوري نظام ټول سیاست تعینوي البته په دې برخه کې له نګهبان شورا سره مشورې ته اشاره شوې

مذهبي مشر د ټول پوښتنې فرمان ورکوي، د ټولو ځواکونو اعلی قوماندان دی، د جګړې او روغې جوړې صلاحیت له ده سره دی د نګهبان شورا د غړیو، د قضاییه شورا د جګپوړیو چارواکو، د ایران د راډیو تلویزیون د مشر، د لوی درستیر، د سپاه پاسداران انقلاب د مشر او د پوځي او انتظامي اعلی قوماندانانو د عزل، تعیین او د استعفی د منلو صلاحیت له مذهبي مشر سره دی.

د دې واکونو ترڅنګ د ایران مذهبي مشر د ایران د درې ګونو قواوو تر منځ د اختلافاتو د حلولو او د دغو قواوو تر منځ د اړیکو د تنظیم واک لري. د ایران مذهبي مشر د نظام د هغو ستونزو د حل واک هم لري چې په عادي ډول نه شي هواریدای. مذهبي مشر د ولسمشر له ټاکلو وروسته د هغه د کار د پیلیدو حکم ورکوي، کوم کسان چې ځانونه کاندیدوي اول باید د هغوی نومونه د مذهبي مشر ترسترګو تیر شي، له کاره د ولسمشر د لرې کیدو صلاحیت هم د مذهبي مشر دی

د قضاییه قویې د مشر له تایید وروسته د مجازاتو د تخفیف او عفو صلاحیت هم د مذهبي مشر دی او د ایران مذهبي مشر دا واک هم لري چې ځیني خپل صلاحیتونه بل چا ته وسپاري.

د دغو ټولو صلاحیتونو په موجودیت کې ولسمشر څه واک لري؟ دا پوښتنه مې د ایران د چارو له څیړونکي عیسی ستانکزي څخه چې په ناورې کې دی، وکړه:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG