د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۰

انتخاباتو کميسيون: نوى قانون دې د ښځو ونډه نه زيانمنوي


راپور: جمیله ظریف

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ولسي جرګې له خوا د انتخاباتو د قانون په طرحه کې د هغې مادې د لیرې کولو په هکله اندیښنه څرګنده کړه، چې ښځو ته په ولایتي شوراګانو کې پنځه ویشت فیصده څوکۍ ځانګړې شوې وې.

د انتخاباتو قانون شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په ولسي جرګې که تصویب او وروسته مشرانو جرګې ته د تصویب لپاره واستول شو.

بل خوا د مشرانو جرګې دوهم مرستیال وایي چې؛ دوي به د انتخاباتو قانون هغه ډول تصویب نه کړي چې؛ ښځو په کې په ولایتي شوراګانو کې ونډه په پام کې نه وي نیول شوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مشرانو جرګې غواړي چې؛ د انتخاباتو د قانون په طرحه کې په ولایتي شوراګانو کې د ښځو د ونډې په هکله د مادې د لیرې کولو له امله دغه قانون تصویب نه کړي.

د دې کمیسون ویاند نورمحمد نور ازادۍ راډیو سره په مرکه کې اندیښنه څرګنده کړه چې؛ ولسي جرګې د انتخاباتو له قانون نه هغه ماده لیرې کړې چې؛ د ولایتي شوراګانو پنځه ویشت فیصده څوکۍ په کې ښځو ته ځانګړي شوي.

هغه له مشرانو جرګې وغوښتل چې؛ د انتخاباتو قانون ترهغې تصویب نه کړي چې؛ ښځو ته په ولایتي شوراګانو کې ونډه نه وي ټاکل شوي:

"په دې قانون کې ځینې ستونزې شته، په مخکینې قانون کې چې اوس هم نافذ دې د ولایتي شورا لپاره له څلورو کرسیو نه یوه کرسۍ د ښځو لپاره ځانګړې شوې وه، خو دغه قانون چې د ولسي جرګې له خوا تصویب شو په دې دغه ستونزه ده چې د ښځو لپاره هیڅ کرسۍ نه ده ځانګړې شوې.

نو ځکه د ټاکنو خپلواک کمیسون ته دغه مسله د اندیښنې وړ ده او موږ د دې موضوع په هکله مشرانو جرګې سره بحث وکړ او بیا هم بحث ورباندې کوو څو دې مسالې ته یوه قانوني د حل لاره پیدا کړو."


ولسي جرګې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د انتخاباتو قانون د رایو په اکثریت سره تصویب کړ.

د انتخاباتو قانون د اووم فصل په دوهمه فقره کې راغلي چې؛ د څوکیو لږ تر لږه یوه څلورمه په هره ولایتي شورا کې ښځو ته ځانګړې شوې ده.

د ولسي جرګې د ښځو د چارو د کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وايي، چې د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون دغه ماده د قانو له طرحې لرې کړې او دا مساله یې بیا د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې نه ده مطرح کړې:

"د انتخاباتو قانون د اووم فصل په دوهمه فقره کې راغلي چې د څوکیو لږ تر لږه یوه څلورمه په هره ولایتي شورا کې ښځو ته ځانګړې شوې ده.

ولسي جرګې د انتخاباتو د قانون طرحه له تصویب وروسته مشرانو جرګې ته لیږلې ده."


خو د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، چې تر اوسه یې دغه قانون نه دی لوستی چې ولسي جرګې کوم بدلونونه په کې راوستي دي.

د دې جرګې دوهم مرستیال رفیع الله ګل افغان له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې ملاتړ څرګند کړ چې؛ په ولایتي شوراګانو کې باید ښځو ته پنځه ویشت فیصده څوکۍ ورکړل شي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په افغانستان کې چې ښځې له تاوتریخوالي او محدودیتونو سره مخ دي، په ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې باید د امتیاز په ډول یو شمیر څوکۍ ورکړل شي.

خو ځینې نور وکیلان له دې سره مخالف دي او وايي، ښځې هم باید په آزاده توګه په انتخاباتو کې برخه واخلي او د رایو په ترلاسه کولو سره د ولایتي شورا څوکې ترلاسه کړي.

اوس د افغانستان په ملي شورا او ولایتي شوراګانو کې ښځو ته پنځه ویشت فیصده څوکې ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG