د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۴۰

"حامد کرزي په دوحه کې د افغان ولس د زړه خواله ونه کړای شوه"


کابل چاپ زیات شمېر ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې د ولسمشر حامد کرزي په هغو څرګندونو لیکنې او تبصیرې کړي، چې په قطر کې یې کړې وې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د حامد کرزي وینا راخیستې؛ چې ویلي یې دي، په اسلامي نړۍ کې دغه ذهنیت زیاتیږي؛ چې افراطیت د لوېدیځ له خوا تقویه شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي د تروریزم پرخلاف جګړې له پاکستان او افغانستان څخه نیولې تر افریقا پورې به اسلامي نړۍ کې افراطیت ډېر کړی.

خدمتګار:

خدمتګار خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ ولسمشر حامد کرزي د دوحې په نړیوال کنفرانس کې د افغان ولس د زړه خواله ونه کړای شوه.

د لیکوال په اند د دوحې کنفرانس د ولسمشر حامد کرزي لپاره یو ښه فرصت و؛ چې د عربي هېوادونو پام یې افغانستان ته راړولی وای.

د لیکوال په باور، عربي شیخان چې د افغانستان د حالاتو او په ټوله کې د تروریزم په وړاندې سخت محتاط دي؛ کېدای شوای چې د تروریزم له څېرې نه په پرده پورته کولو سره د هغوی غوږونه خلاص شوي وای او له افغان دولت سره چې دا مهال چندانې لېوالتیا ورسره نه لري، د همکارۍ انګېزه ورکړې وای.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په منځنۍ آسیا کې تروریزم د پاکستان او ایران له ستراتیژیکو ګټو سره غوټه دی او له همدې کبله د دغو دوو هېوادونو له خوا پالل کیږي او تغذیه کیږي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ دا یو حقیقت دی، چې امریکا په یوه وخت هم له ترهګرۍ سره جکړه کوي او هم د ترهګرۍ د پیاوړي کولو لپاره کارکوي.

د لیکوال په اند، خو د دې پالیسۍ ټول قیمت افغانان ورکوي، هغوی وژل کیږي او ترهګرۍ ته ټېل وهل کیږي او امریکا په دې ډول خپل ځان ته دښمن توږي او خپلو موخوته د رسېدو هڅه کوي.

لیکوال وړاندیز کوي، پر نورې اسلامۍ نړۍ بحث نه کوو، خو که څوک له امریکا سره مخالفت کوي، باید پوه شي چې، ګټه یې امریکا او زیان یې مخالفت کوونکو، افغانانو او افغانستان ته ورسیږي.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ په افغانستان کې د تروریزم په خلاف جګړې ډېر خلک په شک کې اچولی.

سر مقاله لیکونکی ټینګار کوي، نړیواله ټولنه په داسې حال کې له افغانستان څخه وځي چې؛ اصلي افراطیت ته پام نه دی شوی.

د سرمقالې د لیکوونکي په اند د نړیوالو وتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ د هغوی له وتلو وروسته به افراطیت یواځې افغانانو ته پاتې وي.

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي هیله ده چې؛ په سیمه او ان ټولې نړۍ کې خلکوته د ترهګرو او پرهغوی پورې د تړلو تروریستي ډلو د خطرونو او ګواښونو د له منځه وړلو په هدف د امریکا او اسلامي نړۍ د هېوادونو د کنفرانس پرېکړې او سپارښتنې عملي شي.

سر مقاله لیکونکي سپارښتنه کړې، د کنفرانس کوم برخوال هېوادونه چې د دغه کنفرانس پرېکړو څخه لږه سرغړونه هم وکړي؛ نو د دغو سرغړونو له امله دی سخت اقتصادي بندیزونه پرې ولګول شي او ان په تورلیست کې دې شامل شي.

چمتو کونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG