د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

"له خدای سره مینه او له دښمن سره کرکه افغانان متحد کوي"


ډیلي بیسټ مجلې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د جګړې او دغه راز د یوه ځوان افغان له خوا د هغه کتاب په اړه یو مضمون خپور کړی چې؛ سر لیک یي دی، "د نهو برجونو یوه جبهه".

ډیلي بیسټ د کتاب یوه برخه راخیستې چې لیکي:

څو میاشط وروسته به په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ جګړې ۱۲ کاله پوره شي. دا نېټه به د سپیني ماڼۍ په جنتري کې په نښه شي او دا په داسې حال کې ده چې د جمهور رییس بارک اوباما د ادارې پالیسي جوړونکې د ۲۰۱۴ م کال په اړه چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ختمولو نیټه ټاکل شوې، خبري کوي.

د لیکوال په باور، دا به د امریکا لپاره د یوې بلې جګړې سړښت یا کمول وي؛ چې ګټلې یې نه ده. د افغانانو لپاره چې په هېواد کې به یې لا هم ناتو حضور ولري او له ستونزو سره به لاس او ګریوان وي، له درېیو لسیزو زیات د جګړو دوام دی.

ډيلي بیست مجلې د قیس اکبر عمر "د نهو برجونو جبهه" د کتاب هغه برخه هم رانقل کړې چې؛ د افغانانو د مخالفتونو او وحدت په اړه یې لیکلي: افغانانو په خپلو کې له پیړیو پیړیو راهیسې جګړې کړي. افغانان یو پر بل باندې د حملو او چپاول اوږده سابقه لري؛ خو دوه شیان یې متحد کوي: یو له خدای سره مینه او بل یې د دښمن په مقابل کې کرکه او نفرت.

لیکوال په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور په اړه لیکي؛ له لسو کالو څخه زیاته موده تيره شوه او افغانان لا هم د امریکایانو په ارادي او د پاته کیدو په نیت پوره ډاډمن نه دي.

انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د بریتانیا له خوا د بي پيلوټه الوتکو د استعمال په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یې راغلي:

په هغو پاڼو کې چې د "حقوقي نظر" په نامه د سولې فعالانو ته ویشل شوي او د شنبې په ورځ خپرې شوې، لیکل شوی چې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو استعمال ممکن نړېوال قانون ته یو ګواښ وي.

ګارډین زیاتوي، دا پاڼې په داسې حال کې خپرې شوي چې؛ د بې پيلوټه الوتکو د حملو ضد شپږ تنه اعتراض کوونکي چې د مظاهرو په جریان کې یې په زیانونو اړولو اعتراف نه دی کړی؛ په روانې اوونۍ کې محکمي ته حاضر شول.

ورځاڼه وړاندې لیکي، په اعتراض کوونکو کې دوه تنه د کلیساو ملایان يا "پادریان" دي چې د دوشنبې په ورځ په لندن کې هغې پوځي اډې ته له ننوتلو وروسته نیول شوي وو؛ چې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات تنظیوي.

دا اعتراض کوونکي د سې شنبې په ورځ د "لینکولن" قضا ته یوړل شول. اعتراض کوونکي وایي، په افغانستان کې د جرمونو د ترسره کېدو د مخنیوي په مقصد یې اعتراض کړی دی.
XS
SM
MD
LG