د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۲۴

په لغمان کې د هوايي ډګر د جوړیدو لپاره سروې ترسره شوې


د لغمان ولایتي چارواکي وايي، چې مرکزي دولت د دوی په غوښتنه په لغمان کې د ملکي هوايي ډګر د جوړیدو لپاره لومړني کارونه ترسره کړل.

د لغمان والي ډاکټر سیدفضل الله مجديدي وايي، چې د دغه هوايي ډګر لپاره د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د بابا صیب ډاګ ورته غوره کړی دی:

"موږ د قرغیو ولسوالۍ د بابا صیب ډاګ د هوايي میدان لپاره وړاندیز کړ، چې دا د وريښم تنګي نه نیولې تر درونټې پورې ساحه ده، خوشبختانه، چې د دې هوايي ډګر لومړني کارونه یانې سروې ترسره شوه"

د لغمان قرغیو ولسوالۍ د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره پرته ده، چې د ننګرهار سره هم نیږدې خوا په خوا پرته ده.

والي فضل الله مجددي وايي، چې دوی هم په همدې خاطر دغه سیمه د هوايي ډګر لپاره غوره کړه،چې له یوې خوا ستر آوار ډاګ دی او بل لورې که چېرې د ننګرهار هوايي ډګر د ځینو ستونزو له امله بند پاتې هم شي،دختیځې سیمې خلک کولی شي،چې له دې هوايي ډګر نه ګټه پورته کړي:

"دا سیمه د ستراتيژیکي اړخه هم ډيره مهمه ځکه ده،که چېرې د ننګرهار هوايي ډګر د ازدهام یا تخنیکي ستونزو له امله له فعالیته لویږي،نو دولت په ډيرې اسانۍ سره کیدلی شي،چې د ننګرهار خلک هم له دې هوايي ډګر نه ګټه پورته کړي"

نوموړی وايي په پام کې لري،چې ددې هوايي ډګر د رغیدو نور کارونه هم په نیږدې وخت کې پیل شي.

اوس مهال د ختیځې سیمې لپاره یو ستر هوايي ډګر په جلال اباد کې شته،ولې د ملکي خدمتونو پرځای ترې د نظامي اډې په توګه کار اخیستل کیږي،چې ننګرهاریانو په وار وار له مرکزي دولته وغوښتل،چې دغه هوايي ډګر دې د ملکي خدمتونو لپاره جوړ شوی او نظامي اډه دې ترې باید ووځي.

چارواکو که څهه هم د خلکو دغو غوښتنو ته وعدې ورکړي،ولې څرګنده نېټه يي نه ده معلومه.

د يو شمېر هیواد والو په خبره که چېرې په لغمان هم د هوايي ډګر چارې بشپړې شي،نو دا کار به د ختیځې سیمې اوسیدونکو لپاره ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG