د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ارشاد احمدي: ایران ۲۰۰ افغان بندیان افغان حکومت ته سپاري


د بهرنیو چارو وزارت وايي سره له دې چې ایران تر اوسه پورې د افغان بندیانو د استرداد په برخه کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر شوې موافقې عمل نه دی کړی؛ خو ډیر ژر به افغانستان ته دوه سوه افغان بندیان وسپاري.

د دې وزارت سیاسي مرستیال ارشاد احمدي د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې؛ دا بندیان به د خپل بند پاته موده په افغانستان کې تیره کړي.

ښاغلي احمدي وویل، له ایران سره د مجرمینو د تبادلې د موافقې په اساس به دا لومړۍ ډله افغان زندانیان وي چې ایران به یې افغانستان ته وسپاري.

"د ایراني لوري د ژمنې پر اساس ډير ژر به په حبس د محکومو کسانو لومړنۍ ډله چې دوه سوه کسان په کې شامل دي؛ افغانستان ته واستول شي، تر څو د دوی د حبس پاته موده په افغانستان کې تیره شی."

ښاغلي ارشاد وویل، چې له ایرانیو چارواکو سره په تماس کې دي؛ تر څو نور زندانیان هم افغانستان ته وسپاري.

نوموړي دغه راز وویل، چې د خپلو فعالیتونو په لړ کې یې په دې وروستیو کې په ایران کې د پنځوسو افغان بندیانو د اعدام حکم په دایمي حبس اړولی دی.

که څه هم افغانستان او ایران په خپلو کې د زندانیانو د استرداد موافقه لري خو پخوا تر دې ایرانیو چارواکو له افغانستان سره د دې موافقې په عملي کېدو کې همکاري نه ده کړې.

ایران په وار وار لسګونه افغان بندیان اعدام کړي او پخوا تردې چارواکو ویلي وو؛ چې ایران شاوخوا درې زره افغان زندانیان په اعدام محکوم کړي دي.

کابو یوه میاشت مخکې هم ایراني سرحدي ځواکونو له فراه ولایت سره په سرحدي سیمه کې پرافغان کارګرانو ډزې وکړې؛ لس تنه یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

بل خوا د افغانستان د مشرانو جرګې ځینې غړي وايي؛ دولت په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره جدي اقدامات نه دي کړي.

دوو سناتورانو ګل احمد اعظمي او داود حساس په دې اړه وویل :


"۱- ایران او پاکستان د افغان مهاجرو له برکته په سیمه کې په اقتصادي قدرتونو تبدیل شوله. زموږ د مهاجرو نیمې پیسې ایران او پاکستان خوري او د بهرنیو چارو وزارت ته زما دا وړاندیز دی چې؛ یوازي د اندیښنې په څرګندولو سره نه کیږي چې دا مساله حل کړو.

۲- د افغانستان ټوله خلګ وايي چې زموږ اعدام شوي خلک د افغانستان د سیاسي ګټو قربانیان شول. تاسو نن پسې و تړل چې هغوی قاچاق بر دي او پر حق اعدامیږي. دا ډیر موږ ته د افسوس ځای دی."


یو شمیر کتوونکي وايي، چې ایران په ځینو مواردو کې له افغان کډوالو سره د دې لپاره سخت چلند کوي او کله کله یې په ډله ییزه توګه له هیواده شړي چې د افغانستان په دولت سیاسي فشارونه زیات کړي.

خو افغان چارواکي ایران یو دوست هیواد بولي او تل یې له دې هیواد سره په دوستانه اړیکو ټینګارکړی دی.
XS
SM
MD
LG