مسکو نن وویل داروپایي اتحادیې لخوا دسوریې درژیم مخالفینو ته دوسلو داستولود بندیز لیری کول په دغه هیواد کی دسولی دراوستو زیارونو ته سخت زیان رسوي.
روسیه او امریکا کوشش کوي چې راتلونکې میاشت په جنیف کې دسوریی دسولی نړیوال کنفرانس جوړ کړي.
خودروسیی بهرنیو چارو وزیر پرون په پاریس کی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر سره له خبرو ووسته وویل چې په سوریه کې دسولی لپاره دکنفرانس دایرول آسانه کارنه دی.
مسکو نن وویل چې داروپایي اتحادیې وروستی فیصله چې دسوریې درژیم مخالفینو ته یې دوسلو داستولو بندیز لیرې کړ، په دغه هیواد کی دسولی لپاره دیوه نړیوال کنفرانس ددایرولو هلو ځلو ته مستقیم زیان رسوي.
داروپایی اتحادیی بهرنیو چارو وزیرانو پرون فیصله وکړه چې هغه بندیز چې دوی د سوریې درژیم مخالفینو ته دوسلو په استولو لګولی وو نه تمدیدوي خو هغوی ته یی دنورو وسلو دورکولو کومه فوري پریکړه ونه کړه.
دروسیی دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال سرګي ریابکوف نن وویل چی ددغه بندیز لیرې کولو مسکو ناهیلې کړ.
«اروپایی اتحادیه په واقعیت کی ددغې لانجې په اور نورتیل هم تویوي او په سوریه کی دسیاسی حل لپاره دیوه کنفرانس ددایرولو هلې ځلې له مینځه وړي. هغه کنفرانس چی اوروپایی اتحادیه یې هم بریالیتوب ته باید علاقمندي ولري.»
دروسیې دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال اروپایي اتحادیه چې دبشارالاسد په رژیم باندې یې خپل ټول بندیزونه په خپل ځای پریښودل په دوه مخیزه پالیسۍ تورنه کړه.
خو سرګي ریابکوف دبشارالاسد رژیم ته د S-300 ډوله دافع هوا روسي راکټونو له ورکولو دفاع وکړه او وویل چی دغه ډول وسله دبهرنۍ مداخلې په وړاندی دثبات راوستلو یو رول لوبوي.
هغه وویل چی دغه راکټونه دده په وینا دهغو خاصو بیباکو خلکو مخه نیسي چی غواړي دسوریې له جنګه یوه نړیواله لانجه جوړه کړي.
خو موشیه یعلون ، داسراییلو دفاع وزیر په بیت المقدس کې وویل چې دغه راکټونه تراوسه له روسیې د سوریې په لور نه دي خوځول شوي او که چیرې انتقال شي نو اسراییل پوهیږي چې په مقابل کې یې څه وکړي.
بل خوا دفرانسې خبري آژانس دسوریې دملی شورا دیوه ویاند له قوله وویل چی دوی داروپایی اتحادیې لخوا دبندیزونو لیرې کول یو مثبت ګام ګڼي.
دسوریې په ملی شورا کې د بشارالاسد درژیم بیلابیل مخالف ګوندونه سره راټول شوي دي.
روسیه او امریکا کوشش کوي چې دبشارالاسد دحکومت چارواکي او دهغوی مخالفین راتلونکې میاشت په جنیف کې په یوه نړیوال کنفرانس کې خبرو ته سره کینوي.
دروسیي بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ددوشنبې په ورځ په پاریس کې دامریکا بهرنیو چارو وزیر سره له خبرو وروسته وویل چې په سوریه کې دسولې لپاره دیوه نړیوال کنفرانس دایرول څه آسانه کارنه دی.