د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۳۲

"حکومت دې نور پر ړندو سترګو له پرېکړو لاس واخلي"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د کابل پوهنتون د ځینو محصلینو د اعتصاب او مظاهرو په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د څېړونکی کمیسیون له خولې لیکلي؛ د ټولنیزو علومو پوهنځي د محصلینو تورونه بې بیسټه دي.

یاد ورځپاڼه لیکي، تر څېړنې وروسته ثابته شوې چې؛ د دوی هېڅ ډول حق نه دی خوړل شوی.

سرنوشت د مظاهره کوونکو له قوله لیکي؛ د پوهنځي د رییس په ګوښه کېدو کې له پوهنتون څخه د باندې د سیاسي ګړیو لاس دی.

یاده ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، په داسې حال کې چې ثابته شوه د محصلینو حق نه دی خړل شوی؛ د دوی غوښتنوته د حکومت له لوري مثبت ځواب ویل؛ څه معنا لري؟

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، چې حکومت ته په کار دی، چې نور په ړندو سترګو له پرېکړو لاس واخلي او د پېښو تر دقیقې څېړنې وروسته داسې حل لاره ورته پیدا کړي؛ چې د هېواد ملي ګټې خوندي شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د ټولنیزو علومو د پوهنځي د محصلینو له خولې لیکي؛ له عدلي او قضايي څانګو غوښتنه کوو، چې د ټولنیزو علومو د پوهنځي د استادانو او محصلینو په وړاندې د شوي سپکاوي څیړنه وکړي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ حالاتو او شرایطو ته په تغییر سره نور باید د پخوا په شان چلند ونه شي؛ چې په پېښ شي بیا یې د حل لارې په لټه کې شو، بلکې د پوهنتون د تعلیمي ماحول په مقابل کې د دا ډول پلاني او هدفي کړنو مخنیوی په کار دی، د دې چارې مسوولیت د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنتونونو رییسانو اوبیا د استادانو ته ورګرځي.

د لیکوال په اند د جنګ ځپلي ولس د دې نیمځانه تعلیمي نسل ژغورل د افغان ولس الویت دی؛ د دوی د یو درسي ساعت ضایع کول دا معنی لري؛ چې په لوی لاس د محصلین او ټولګي وباسو او د جنګ ډګر ته یې استوو.

محور ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په پای کې لیکي؛ د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو پربل پسې زېږېدونکې ستونزې هم ښيي؛ چې دا وزارت په خپل مسوولیت ترسره کولو کې ناکام دی او په بدیل یې فکر کول لازمي ښکاري.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ عدالت د ټولو ټولنیزو تړونونو اصلي جوهر دی.

د سرمقالې د لیکوال په اند په پورتنۍ قضیه کې که چېرې متهمین بري ذمه ثابتیږي ممکن د محصلانو لپاره هیڅ ډول سزا په پام کې ونه نیول شي؛ په داسې حال کې چې د دوی په ادعاوو سره که حتی د متهمینو شخصیت او ټولنیز امنیت ته زیان هم اوښتی وي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، د هېواد عدلي او قضایي ادادرو ته په کار ده چې؛ د عدلي قضايي قوانینو او سیسټم د بشپړتیا او پیاوړتیا لپاره لا نور زیات کار وکړي او د ټولنیز عدالت د ټینګښت لپاره هر وګړي ته د عدالت مساوي فرصتونه برابر کړي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG