د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

وحید: ډېر ژر به د اورګاډي د پټلۍ د پروژې په اړه تخنیکي څېړنې پیل شي


د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې په هېواد کې دننه د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډۍ پټلۍ د پروژې په اړه به ډير ژر تخنیکي او ساختماني څیړنې پیل شي.

په داسې حال کې چې ترکمن چارواکي د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړېدو پروژې د ژر پیل خبره کوي؛ افغان چارواکي وايي، په هېواد کې دننه به د دې پروژې په اړه څېړني ښايي یو کال وخت ونیسي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايي؛ د اورګاډي د دې پټلۍ 231 کیلومټره په افغانستان کې تیریږي، چې لومړنۍ څېړنې یې بشپړې شوي او تخنیکي او ساختماني څېړنې به یې ژر پیل سي.

د دې وزارت مرستیال انجینر احمد شاه وحید د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه پټلۍ په لومړي سر کې افغانستان د مرکزي اسیا له هېوادونو سره وصلوي.

"په لومړي ګام کې به دغه پروژه افغانستان د مرکزي اسیا له هېوادونو سره وتړي؛ په افغانستان کې د دې پټلۍ اوږدوالۍ 231 کیلومتره کیږي، له شیر خان بندره پیلیږي، ازبکستان به ورسره وصل شي.

بل ښاخ یې اندخوی له اقینې بندر سره تړي، چې افغانستان او ترکمنستان سره وصلیږي او په دې اړه به تخنیکې څېړني ژر پيل شي، وروسته له دې به د ساختماني چارو په اړه خبري وشي."


د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنخ د اورګاډي د دې پټلۍ د غځولو تفاهم لیک د روان لمریز کال د نوروز په جشن کې د درې واړو هیوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شوی و.

د راپورونو له مخې د اورګاډي دا پټلۍ چې ترکمنستان د افغانستان له لارې له تاجکستان سره تړي څلور سوه کیلومتره اوږدوالی لري او لګښت یې څلور سوه میلونه ډالر اټکل کیږي.

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د دې پروژې په تطبیق کې د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د مالي مرستې ژمنه کړې.

تیره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې؛ هېواد به یې دغه پروژه ژر پیل کړي او ولسمشر حامد ته یې بلنه ورکړه چې؛ د پرانستې په مراسمو کې یې برخه واخلي.

د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د ترکمنستان له اتا مراد سیمې پیليږي د افغانستان د اقینې او اندخوی له سیمو تېرېږي او د کندزولایت د شیرخان بندر له لارې تر تاجکستان پورې رسيږي.

په افغانستان کی د سوداګرۍ او صنایعو د خوني مسوولین وايي، که دغه پروژه بشپړه شي، د سوداګرۍ په برخه کې به پر پاکستان او ایران د افغانستان اتکا را کمه شي.

د دې خونې مرستیال خان جان الګوزي ازادۍ راډیو ته وویل:

"دا پروژه د افغانستان لپاره درې ځانګړي ارزښتونه لري؛ یو دا چې موږ تل د ایران او پاکستان په بندرونو کې ستونزي لرو یوازي دوی ته اړ نه پاته کیږو؛ د کښتیو له انتقالاتو وروسته د اورګاډي انتقالات افغان سوداګرو ته ارزانه تمامیږي.

درېیمه خبره دا چې د دې پروژې ګټه یوازې افغانستان ته نه رسیږي، بلکې پاکستان او هندوستان ته هم رسیږي او دوی به له دې لاري منځنۍ اسیا ته خپل توکې انتقال کړای شي."


دا مهال په افغانستان کې یوازې یوه د اورګاډي پټلۍ سته چې د حیرتان له بندر څخه د مزار شریف تر ښار پورې غزیدلې ده.

د راپورونو له مخي په افغانستان کې تر دې مخکې ځينې لوی او مهمې پروژې د امنیتي ګواښونو له امله نه دي بشپړي سوي لکه د اوبو او برېښنا بندونه او د ځینو لویو لارو جوړول.

که څه هم چارواکي د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د پروژې په اړه له امنیتي اړخه اندېښمن نه دي؛ خو بیا هم له حکومت او خلکو غواړي، چې د دې پروژې د امنیت ساتلو په برخه کې همکاري وکړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG