د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۵

د کابل په يوه ستراتيژيکه سيمه کې بمي حمله شوې ده


وسلوالو کسانو نن مازيګر د کابل په قواى مرکز سيمه کې د ملګرو ملتونو پر دفتر بريد وکړ.

چارواکي وايي دوه بريد کوونکي وژل شوي دي، د دوى شمېر پنځه تنه ښوول شوى دى.

د کابل امنيه قوماندان محمد ايوب سالنګي وويل، تر اوسه د پېښې په ځاى کې څلور چاودنې شوې دي.

په ځينو هندي رسنيو کې ويل شوي، چې د دغو بريدونو هدف ظاهراً په کابل کې د هند سفارت و.

طالبانو دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي، چې د وى هدف هغه دفتر و، چې د امريکا استخباراتي ادارې، يا سي، اى، اې ورڅخه استفاده کوله.

ځينې راپورونه وايي چې وسلوال کسان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر IOM ته دننه شوي دي.

د پېښې ځاى د کابل ستراتيژيکه سيمه ګڼل کېږي، چې د هند سفارت ورڅخه تقريباً درې سوه متره فاصله لري.

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG