د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۲

په افغانستان کې پانګونه کمه شوې ده


حافظي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسئولین وایې؛ چې په په دې هېواد کې د تیرو کلونو په پرتله د پانګونې اندازه ټيټه شوې ده.

د دې خونې د بهرنیو اړیکو مسئول اذرخش حافظي ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې د پانګوالو نه مصونیت، ناامنۍ، اداري فساد، د پانګونې د کمیدو عمده لاملونه دي.

په داسې حال کې؛ چې ولسمشر حامد کرزي هند ته د خپل وروستي سفر پرمهال د دې هېواد سوداګر وهڅول؛ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو د سوداګرۍ او صنایع خوني چارواکي بیا د بهرنیو او کورنیو سوداګرو د پانګونې له کمیدو خبر ورکړ.

د سوداګرۍ او صنایعو د خوني مسولین وايي؛ چې له تیرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګه والو له خوا پانګونه راکمه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني د بهرنیو اړیکو مسئول اذرخش حافظي د پنجشنې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل؛ که چیرې امنیت ښه شي او په دولتي ادارو کې شفافیت وي نو ټول بهرني پانګوال به په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي حافظي په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو سوداګرو د پانګوني د ټيټیدو لامل داسي بیان کړل.

د نوموړي په وینا د ۲۰۱۴ کال په را نزدي کیدو سره په کابل کې څلویښت فیصده دکورونو بیي هم په عمومي ډول ښکته شوي.

په همدي حال کې د کورونو مالکان هم دخپلو کورنو دنه خرڅيدو او دبیي ټيټيدو څخه اندیښمن دي.

له دي ټولو انتقادنو سره سره ولسمشر حامد کرزي هند ته په خپل وروستي سفر کې هندي پانګوال وهڅول چې په افغانستان کې خپلې پانګوني پراخې کړي.

ښاغلي کرزي هندي سوداګرو سره په کتنه کې هغوی ته دپوره امنیت دخوندي توب ډاډ ورکړ.

په همدي حال کې ایسا یا د افغانستان د پانګوني ملاتړ اداره د سوداګری او صنایعو خوني دمسولینو خبرې ردوي او وايي چې دنورو کلونو په پرتله په افغانستان کې پانګونه ډيره شوې ده.

د ښاغلي احمدزي په وینا هند،چین،بنګله دیش،او امریکا دهغو هیوادونو په ډله کې راځي چې دپام وړ پانګوني یې په افغانستان کې لري.

د ایسا اداره دا خبري په داسي حال کې مطرح کوي چې د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، که په هیواد کې د پانګه والو امنیت ته لا ډيره پاملرنه ونه شي، ممکن له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یو شمیر پانګه وال هم له دې هیواده ووځي.

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG