ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ وروسته له ډیرو بحثونو د انتخاباتو قانون تصویب کړ.
د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیلاتو او صلاحیتونو کمیسیون پر قانون بحث وشو؛ خو دغه قانون تصویب نشو او د شنبې ورځې ته وځنډول شو.
د انتخاباتو د تشکیل او صلاحیتونو کمیسیون قانون څه باندې یوه میاشت مخکې د ملي شورا د ګډې کمیټې له خوا تصویب او د توشیح لپاره ولسمشر ته ولیږل شو؛ خو ولسمشر دغه قانون د ځینو تعدیلاتو د راوستو لپاره بیرته ولسي جرګې ته ولیږه.
د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون له ولسي جرګې غواړي؛ څو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیلاتو او صلاحیتونو قانون هم ژر تر ژره تصویب کړي.
د دې کمیسون له ویاند نور محمد نور سره جمیلې ظریف مرکه کړې او په پیل کې یې ورنه پوښتلي چې، آیا د ولسي جرګې له خوا د انتخاباتو په قانون کې د تعدیلاتو راوستل مني او کنه؟