د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

د چین صدراعظم په دوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته تللی


هغه په اسلام اباد کې له جمهور رئیس آصف علي زرداري، موقت صدراعظم او نورو عالي رتبه دولتي مقاماتو سره وکتل.

د چین صدراعظم لي کي چیانګ وايي هیواد يې له پاکستان سره دستراتیژیکو اړیکو لاټينګښت و پياوړتیا ته ژمن دی او په هیڅ صورت به د اسلام اباد له دوستۍ لاس وانخلي.

لي چیانګ، چې دا وخت دپاکستان په سفر دی دچهارشنبې پر ماسپښين دجمهوري ریاست په ماڼۍ کې دده په ویاړ جوړې شوې میلمستیا ته په وینا کې وویل، چې ددې لپاره اسلام اباد ته تللی څو نړیوالو ته وښيي، چې هیواد يې په هر ډول حالاتو کې له پاکستان سره ولاړ دی او کوشش کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ خپل منځي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي:

"د چین دصدراعظم په توګه دا لومړی ځل دی چې پاکستان ته سفر کوم، خوښ یم چې دبهرنیو سفرونو په لړ کې لومړی پاکستان ته راغلی یم.

اسلام اباد ته زما دلومړني بهرني سفر مخصد نړیوالو ته داښوول دي، چې چین له پاکستان سره خپلې ژورې دوستۍ ته ژمن دی او په هر ډول حالاتو کې به خپله دوستي پرمخ وړو.

بې له شکه چين و پاکستان دوه باوري دوستان او ګاونډي هیوادونه دي، چې تل يې یوپر بل اعتماد کړی دی. "

لي کي چیانګ پاکستان یوښه ګاونډی هیواد او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستي يې دسیمې او نړۍ په ګټه وبلله.

د کوربه هیواد جمهور رئیس آٌصف علي زرداري هم په خپل وار داسلام اباد پر وړاندې د چین هیواد د سیاست و پالیسي ستاینه وکړه او ويې ویل، چې دغه هیواد دپاکستانیانو په زړونو کې ځانګړی مقام لري او دیوه ښه و مخلص ګاونډي په سترګه ورته ګوري.

زرداري په تیرو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې دچین دمرستو و وهمکاریو ستاینه وکړه. هغه د دواړو هیوادونو او سیمه کې د اقتصادي پرمختیا او نورو مشترکو ګټو خوندي ساتلو، ودې و پراختیا لپاره دچین او پاکستان ترمنځ ګډه همکاري دبل هروخت په نسبت ضروري وګڼله:

زرداري دچین له ملاتړ مننه وکړه او ويې ويل "چین د پاکستان ملګری دی او تل يې په بیلابیلو برخو کې ددې هیواد وړتياوو لوړولو کې ستره ونډه لرلې"

چینايي صدراعظم به اسلام اباد ته په خپل دوه ورځني سفر کې پر جمهور رئیس، صدراعظم او نورو عالي رتبه دولتي مقاماتو سربیره دمی یوولسمې پارلماني انتخاباتو ګټونکي ګوند مسلم لیګ نون له مشر نوازشریف او هم له یوشمیر پاکستاني پانګه والو سره وګوي.

چین پر اقتصادي هغو سربیره په نظامي برخه کې دپاکستان یوستر ملاتړی او همکار هیواد دی. اسلام اباد تراوسه د دغه هیواد په تختیکي مرسته دجيټ جنګي الوتکو، ټانکونو، میزایلو او نورو ډول ډول سپکو و درنو وسلو په تولید بریالی شوی دی.

په اوس وخت کې چې پاکستان له سختو اقتصادي مشکلاتو او دبريښنا له شدید کمښت سره مخ دی تر بل هروخت د چین هیواد مرستو ته اړتیا لري.

ټاکل شوې پاکستاني لوری به په ټولو برخو کې دچین دلازیاتو مرستو و همکاریو دجلبولو کوشش وکړي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG