د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

براد اډمز: د افغانستان روغې جوړې ته اندیښنه لرو


د بشري حقونو د څارنې د اسیا د برخې مشر اندیښنه څرګنده کړه، چې کابل له طالبانو سره د ښځو د حقونو په برخه کې معامله ونه کړي.

براد اډمز ازادي راډیو ته وویل:

« موږ په دې اړه ډیرې اندیښنې لرو، چې د ښځو د حقونو مساله له طالبانو سره د کومې معاملې په ترڅ کې ونه پلورل شي او کله چې متحد ایالتونه او نور تل وایي، چې سره کرښه دا ده چې اساسي قانون ومنل شي، نو لکه څرنګه چې تاسو پوهیږئ اساسي قانون په بیلابیلو ډولونو د بیلابیلو خلکو له لورې تعبیریدای شي، نو طالبان ویلی شي چې هو موږ دا قانون منو خو دا دا مانا نه لري، چې دوی په حقیقت کې د ښځو د حقونو او د نجونو د حقونو د ملاتړ قوانین، لکه د زده کړو په څیر، مني، له همدې امله ډیره زیاته اندیښنه شته»

براد اډمز وروسته تر دې دا اندیښنه څرګنده کړه، چې د افغانستان ولسي جرګې روانه اونۍ له ښځو سره د خشونت د قانون پر ځینو مواردو انتقاد وکړ او هغه یې غیراسلامي وبلل.

دغه قانون په دوه زره نهم کال کې ولسمشر حامد کرزي لاسلیک کړی و، خو براد اډمز وایي چې حامد کرزي د خپل واک په لومړیو کې د ښځو د حقونو دفاع کوله خو اوس هغسې نه ښکاري:

« کرزی کله غښتلی کله کمزوری ښکاري، دی کله ناکله د ښځو د حقونو سخت مدافع وي، کله خو داسې ښکارې چې دی د ښځو مدافع وکیل دی، خو د واک په لومړیو کلونو کې داسې و، په وروستیو کلونو کې په حقیقت کې داسې ښکارې لکه دی چې د ښځو د حقونو پلورلو ته د یوه سیاسي بهیر د یوې برخې په توګه، چمتو شوی وي، چې دا یو مخ د نه منلو خبره ده»

د بشري حقونو د څارنې د اسیا د برخې مشر زیاته کړه چې دی له ولسمشر کرزي څخه د یوه غښتلي مشر هیله لري، څو دا ونه مني چې ښځو ته د منځنیو پیړیو او تیاره زمانو په څیر وګوري.
XS
SM
MD
LG