د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

چارواکي وايي، په غزني کې يې ګڼ شمېر طالبان وژلي او ټپيان کړي


د غزني چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې افغان ملي ځواکونو له طالب وسله والو سره نښته کړې چې په پايله کې يې اته تنه طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دی. دوی وايي، په نښته کې څلور افغان پوليس هم ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، نښته پرون د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ شوې ده، چې نهه ساعته يې دوام درلود او د اتو تنو طالبانو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

دوی وايي، سلګونو طالب وسله والو غوښتل د اندړو پر ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړي، خو وايي، افغان ملي ځواکونو ورباندې وار له مخه کړی او د ولسوالۍ تر ودانۍ ډېر لېرې يې ورباندې بريد کړی دی.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، له طالبانو سره نښته، ملي پوليسو، ملي امنيت، ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو کړې ده.

دی وايي، په نښته کې اته تنه وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي:

"طالبانو پلان درلود چې د اندړو پر ولسوالۍ د مزايلو او هاوانانو حمله وکړي، خو پوليس ور وتل او هلته يې ورسره جګړه وکړه، په دغه جګړه اته طالبان وژل شوي دي. جګړې نهه ساعته دوام درلود."

دېسيوال وايي، په نښته کې څلور پوليس سربېرن ژوبل شوي، چې تر درملنې وروسته بېرته خپلو دندو ته تللي دي.

خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، چې ملګرو يې په دغه نښته کې يوولس تنه پوليس وژلي دي.

لس ورځې وړاندې د اندړو ولسوالۍ په غوټانو سيمه کې د طالبانو او پاڅون کوونکيو تر منځ هم نښته شوې وه، چې اته تنه طالبان پکې وژل شوي او لس نور ژوبل وو.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG