د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

په امریکا کې بړبوکۍ ۹۱ تنه ووژل


په امریکا کې بړبوکۍ ۹۱ تنه ووژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

د امریکا د متحده ایالاتو په اوکلاهوما ایالت کې د سختې بړبوړکۍ له امله چې د باد سرعت یې په ساعت کې تر ۳۲۰ کیلومترو پورې رسیده؛ زیات شمېر خلکو ته مرګز ژوبله اوښتې او دغه راز کورونو او ودانیو ته یې هم زیان اړولی دی. د دغې بړبوړکې عرض شاوخوا یو کیلومتر و او د دوشنبې په ورځ یې د اوکلاهوما ښار د موورMore ښارګوټی وځپه. د بړبوړکۍ له امله یوشمېر ودانۍ او کورونه بیخې له منځه تللي او موټرونه یې په سړکونو کې په بل مخ اړولې او ویجاړ کړي دي. د اوکلاهوما ښار د روغتیایي څېړنې مرکز د دوشنبې په شپه وویل؛ له خرابو څخه نور ۴۰ مړي هم راایستل شوي او د مړیو شمېر ۹۱ ته پورته شو.

XS
SM
MD
LG