د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

خالق رشید: هند به له افغانستان سره په پوځي برخه کې څومره مرسته وکړي


هند ته د افغانستان د ولسمشر له سفر سره سم د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په پوځي او امنیتي برخو کې د همکاریو د زیاتیدو مساله په وروستیو کې د دواړو هېوادونو په رسنیو کې ډیره توده شوې ده.

افغان چارواکو ویلي، چې ولسمشر کرزی به په دې سفر کې له هندي چارواکو سره په خبرو کې دا مسله راپورته کړي.

افغانستان او هند په ۲۰۱۱ کال کې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د کارپوهانو په وینا دواړو هیوادونو ته د دې امکان برابروي چې د پوځي همکاریو په ګډون په مختلفو برخو کې همکاري پراخې کړي.

داچې نوی ډیلی به ترکومه حده دې ته تیاروي چې د افغانستان ملي اردوته د وسلو او تجهیزاتو په برخه کې د کابل غوښتنه ومني او د اسلام اباد عکس العمل به څه وي؟

دا او ځیني نورمسایل نوریاس نوري په نوي ډیلي کې د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کې له استاد خالق رشید سره په مرکه کې څیړلي او لومړی یې ترې د پوځي او امنیتي همکاریو د پراخیدو په اړه د هغه نظرپوښتلی؟ ښاغلي رشید په ځواب کی وویل:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:29 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG