د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۳

"پاکستاني دولتي مقاماتو د مهمو کاندیدانو د بريالیتوب مخه نیولې"


دمی یوولسمه پاکستان کې دپارلماني انتخاباتو ورځ وه. د نور پاکستان پشان په دې ورځ په قباییلي سیمو د ۱۲ انتخابي څوکیو لپاره رایې واچول شوې.

د قباییلي سیمو یوشمیر کاندیدان وايي، د می یوولسمې پارلماني انتخاباتو کې پریمانه درغلۍ شوي وو؛ تور پورې کوي، چې ځايي دولتي مقاماتو او امنيتي ځواکونو نه یواځې دا، چې د دوی پلویان رایې اچونې ته نه دي پریښي بلکې وهلي و ډبولي هم دي.

که څه هم د اعتراض دغه غږ نژدې په ټولو قباییلي ایجنسیو کې پورته شوی؛ خو د مومندو انتخاباتي حوزې کاندیدان بیا تر نورو هغو زیات شکایتونه لري.

نصار احمد مومند، چې د مومندو قباییلي سیمې نه ملي پارلمان ته کاندید و ادعاکوي، چې دولتي مقاماتو په ښکاره د مهمو کاندیدانو د بريالیتوب مخه نیولې او ان پلویان يې نیول شوی او ربړول شوي دي:

"په هغو سیمو کې چې زموږ پلویان ډير وو هلته انتخاباتي مرکزونه د شمېر له پلوه په نشت شمار و؛ بیا په مرکزونو کې دننه د رای اچونې یواځې یو یو بکس ايښودل شوی، همداراز په لوی لاس به يې داسې مسالې راپورته کولې چې؛ د رای ورکونې بهیر سست شي او لږ خلک رای ورکړي.

له دوو تر دوه نیم زرو پورې زموږ پلویان له پيښوره رایې ورکولو لپاره مومندو ته روان وو؛ چې په لاره کې امنيتي ځواکونو ونیول، ويې وهل، موټر ترې ونیول او شاوخوا نوي تنه يې لاهم لادرکه دي."

هغه همداراز وايي، چې ځايي دولتي مسوولینو په ښکاره له یوه کاندیده ملاتړ او د نورو هغو پروړاندې بیلابیل خنډونه جوړول.

قومي مشر ملک جنګریز مومند د معترضو کاندیدانو ادعاوې پرځای بولي او وايي، ددغې حوزې نتایج لا له انتخاباتو وړاندې اعلان شوې ول:

(په مومندو کې ترسره شوي انتخابات په هیڅ صورت موږ ته دمنلو ندي، ځکه چې درغلۍ پکې ډيرې شوي دي.

تر انتخاباتو وړاندې چې دکوم کس د کامیابۍ خبرې کیدې او داسې ویل کیدل چې دولتي مقامات يې ترشا ولاړ دي همداسې وشول او هغه وګټله خو موږ به په هیڅ صورت دا نتایج ونه منو."

د پاکستان له جوړیدا راهیسې په قبائلو ته په لومړي ځل د رای ورکولو حق ورکړل شو، خو ددې سیمې یوتن اوسیدونکی بیا انتخاباتي درغلۍ خواشینوونکې او د دیموکراسۍ په پلي کیدو کې یولوی خنډ بولي:

"موږ خوشاله وو چې د خپلې رای په زور به په سیمه کې بدلون راولو، دجنګ جګړو ټغر به تل لپاره ټول شي، خو له بده مرغه هغه څه وشول چې تمه يې کیده، دولت دخپلې خوښې کاندید کامیاب کړ او اوس به هغه فیصلې کوي چې له وړاندې يې پلان کړي."

اتمانخیل نومي یوبل کاندید ازادۍ راډيو ته وویل، چې ترسره شوي انتخابات هیڅ ډول مشروعیت نلري او خبرداری يې ورکړ چې که د انتخاباتو کمیسیون په دې حوزه کې له نوي سره ټاکنې اعلان نکړي نو سخت غبرګون به وښيي:

"تر اوسه خو موږ په دې هڅه کې یوو چې دا مسله په سوله ييزه توګه حل شي خو که داسې ونه شي بیا به خلک لارو ته راوځي او چې څه کیږی مسوولیت به يې د دولت پرغاړه وي."

د انتخاباتو کمیسیون دمعلوماتو له مخې د مومندو شپږدیرشمه انتخاباتي حوزه کې شاوخوا ۱۷۹۳۰۴ واجد شرائط کسان دي، چې له دې جملې یواځې دیرش فیصده يې رایه ورکړې.

دمی پریوولسمه پاکستان کې پارلماني انتخابات وشول، که څه هم د انتخاباتو کمیسیون لا تر دې وخته نهايي نتایج ندي اعلان کړي خو ددې ادارې دلومړنیو او غیر رسمي نتایجو له مخې دنوازشریف مسلم لیګ ګوند په مرکز و پنجاب کې او د عمران خان تحریک انصاف ګوند بیا په خیبرپښتونخوا کې تر نورو ډيرې څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د مومندو اوسیدونکي او معترض کاندیدان له انتخاباتي درغلیو شکایت کوي او خبرداری يې ورکړی، چې که ددوی غږ وانه وریدل شي نو له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې به وکړي او لويې لارې به بندې کړي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG