د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

"ښايي افغانستان د ستونزو له توفان سره مخ شي"


کریسچین ساینس مانیټور ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له امله په روانو اندېښنو مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، تمه ده چې، راتلونکی کال افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال له توفان سره مخ شي.

کریسچین ساینس مانیټور په وینا، له دکاندارانو نیولې د پارلمان تر غړیو پورې ګڼ شمیر افغانان ډاډمن نه دي چې؛ ماتیدونکې بیړۍ به یې د دې توفان د درنو څپو په وړاندې مقاومت وکړی شي.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې لړ کې مهمه او ښايي کړکیچنه مساله د ولسمشرۍ انتخابات دي چې د اپریل په میاشت کې ترسره کیږي.

د دې مقالې لیکوال په دې باور دی چې؛ د امنیتي او سیاسي اندېښنو ترڅنګ، د دې احتمال هم شته چې، د افغانستان اقتصاد چې د نړیوالو ځواکونو موجودیت پرې ډیرې اغیز کړی هم له رکود سره مخ شي.

ورځپاڼه په ولسي جرګه کې د کندوز د استازې فاطمې عزیز له خولې وايي؛ چې له راتلونکې ویره لري.

فاطمې عزیز د کریسچین ساینس مانیټور ورځپاڼې ته ویلي:

"زموږ پولیس پياوړي نه دي او موږ نه پوهیږو چې د بهرنیو ځواکونو پرته به د دې هېواد امنیتي وضیعت څه ډول وي."

ورځپاڼې همدارنګه د امید بهار په نوم د میوو د پروسس د خصوصي شرکت د مشر مصطفی صدیق له خولې لیکلي:

"خلک اندېښمن دي او زه په دې کې حکومت ملامتوم چې، ځان يې له کړکیچن وضیعت سره د مقابلې لپاره نه دی چمتو کړی."

کریسچين ساینس مانیټور وايي، چې د امید بهار شرکت اوه سوه کارکونکي لري او له پنځه دیرش زرو باغ لرونکیو څخه میوه اخلي.

ښاغلي صدیق دې ورځپاڼې ته ویلي، د بهرنیو ځواکونو د شتون په کم رنګه کیدو سوداګري هم کم رنګه کیږي او قراردادونه کمیږي.

د مصطفی صدیق په وینا، بیکاري د زیاتیدو په حال کې ده او په کابل کې د مځکو بیې په سلو کې له څلوېښتو او یا له دې هم ډيرې را لویدلې دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د کمیسیون د مشر اشرف غني احمدزي له له خولې راغلي دي:

"افغانستان په راتلونکې کال کې د مسوولیتونو د انتقال ته د چمتو کیدو لپاره یو ملي ډيالوګ ته اړتیا لري."

اشرف غني احمدزي د افغانستان د امینتي ځواکونو د وړتیاوو پورته کېدو او پر دې ځواکونو د خلکو د باور زیاتیدو ته په اشارې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته مودې په اړه شته اندېښنې رد کړي دي.

نوموړې د کریسچین ساینس مانیټور ورځپاڼې ته ویلي دي: "امنیتي ادارې اوس پر پښو دریدلي او دا مهال مهم کار د سیاسي جوړښت ټینګول دي."

د اشرف غني احمدزي په وینا، تر ټولو لویه ازموینه د راتلونکې کال د انتخاباتو لپاره چمتوالی دی.

خو د باسټن ګلوب ورځپاڼې بیا په یو راپور کې د هغه امریکايي سرتیري کورنی ژوند تصویر کړی دی چې؛ د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې ووژل شو.

دا څلورویشت کلن امریکايي سرتیری "میچل ډیهلنګ" نومیده او مخکې له دې چې افغانستان ته واستول شي؛ واده یې کړی و.

ورځپاڼه وايي، دیهلنګ غوښتل چې له افغانستان څخه له راستنېدو وروسته د خپل واده محفل جوړ کړي او له خپلې ناوې سره په رخصتیو ولاړ شي.

خو نوموړې د سه شنبې په ورځ هغه مهال چې د کندهار په سنزري سیمه کې په ګزمه بوخت و؛ له دوو نورو امریکايي سرتیرو سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
XS
SM
MD
LG