د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

"نیلوفر رحماني" په تیرو دېرشو کلونو کې لومړنۍ افغان پیلوټه


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مضمون کې لیکلي چې؛ په تیرو دېرشو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان له هوایي ځواک څخه یوه ښځینه پیلوټه فارغه شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، ۲۱ کلنې بریدمنې "نیلوفر رحماني" له نورو ۱۲ځوانو نایرینه افغانانو سره یو ځای د شینډنډ د هوایي اډې له روزنیز مرکز څخه د فراعت اسناد تر لاسه کړل. په دې مرکز کې د امریکا د هوایي ځواک استادان ځوانو افغانانو ته زده کړې ورکوي.

نیلوفر رحماني واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته په دي اړه چې څنګه یې د پیلوټۍ مسلک غوره کړی؛ ویلي، یو علت یې دا و چې له پیلوټۍ سره یې زیاته مینه درلوده او بله دا چې د افغانستان ښځو ته وښیي چې؛ یوازي نارینه، نه بلکې ښځې هم د پیلوټۍ دنده پر مخ وړلای شي.

نیلوفر واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته دا هم ویلي؛ پلار یې له پیلوټۍ سره زیاته مینه درلوده؛ خو څلوېښت کاله وړاندې شرایطو د هغه دا ارمان پوره نه کړ او دا دی، دې د خپل پلار دا ارمان پوره کړ او پیلوټه شوه.

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال په وروستۍ ګڼې کې د کابل په شاه شهید سیمه کې د پنجشنبې د ورځې ځان وژوونکې حملې په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یې لیکي، د حزب اسلامي ډلې په دې وژونکې حملې کې لږ ترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او دغه حزب په یوې اعلامیې کې ویلي چې؛ حمله یې د جمهور رییس حامد کرزي له خوا امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د اوږدې مودې پوځي اډو د ورکولو په غبرګون کې کړې ده.

ورځپاڼې د حزب اسلامي د ویاند "هارون زرغون" خبره راخیستې، چې وایي، دا حمله یې په احتیاط سره پلان کړي وه او کاروان یې له یوې اوونۍ راهیسې تعقیب کړی و.

وال سټریټ ژورنال د زرغون د خبرو په دوام کې لیکي، د پنجشنبې د ورځې ځان وژونکې حمله یي له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د احتمالي پاته کیدو په غبرګون کې کړې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، له دغې حملې څخه څو ساعته وروسته په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د ګډې قوماندې د پلان رییس آسټرالیایي جنرال ګس مکلاکلن Gus McLachlan وویل؛ نړیواله ټولنه د افغانستان په امنیت کې د اوږدې مودې ونډه لري.

د جنرال مکلاکلن په وینا، دا بیخې څرګنده ده چې؛ په ایتلاف کې شاملو هېوادونو ژمنه کړې چې؛ لږ ترلږه د نورو لسو کلونو لپاره به په افغانستان کې دېره وي.

آسټرالیایي جنرال وال سټریټ ژورنال ته دا هم ویلي؛ موږ به په افغانستان کې خپله ونډه بدله کړو او د افغان امنیتي ځواکونو قوت به لا زیات کړو؛ خو له افغانستانه نه وځو. پرېکړه شوې چې د یوې بلې لسیزې لپاره هم له افغانستان سره مرسته وکړو.
XS
SM
MD
LG