د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۰

روسیه: د ناټو له وتلو سره سم به په افغانستان کې بې ثباتي زیاته شي


د روسیې حکومت وړاندوینه کوي، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره سم به په دې هېواد کې بې ثباتي زیاته شي.

ټاکل شوې، چې د ناټو په مشرۍ امریکايي ځواکونه د راتلونکي کال په پای کې له افغانستانه ووزي .

روسیې ویلي، چې له تاجکستان سره د افغانستان د پولې په اوږدو کې به خپل زیات سرحدي ځواکونه ځای پر ځای کړي، تر څو د منځنۍ اسیا له لارې خپل هېواد ته د بې ثباتۍ د خپریدو مخنیوی وکړی.

رویټرز خبري اژانس وايي:

"مسکو چې د مجاهدینو پر ضد د اتیایمې لسیزې له اوږدې او بې ګټې جګړې لا هم ستړی او خوابدی دی د تاجکستان پر پوله خپل سرحدي ساتونکي ځای پر ځای کوي."

رویټرز د روسیې د سفیر اندرې افیتیسیان (Andrey Avetisyan) په حواله وايي، مسکو اندیښنه لري چې په افغانستان کې د مخدرو موادو او تروریزم خطر به د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له لارې روسیې ته لاره پيدا کړي.

اندرې افیتیسیان ویلي:

"موږ غواړو چې دا ګډ ګواښ د افغانستان سره پر پولو وځپو او مخنیوی یې وکړو ."

دا لوړ رتبه روسي دپلومات هیله څرګندوی چې له افغانستان سره د تاجکستان پر پولو د زیاتو سرحدي ساتونکو له ځاي پر ځاي کولو سره به وضعیت تر ډیره حده تر کنټرول لاندې شي.

په کابل کې د روسیې سفیر په دقیق ډول نه دي ویلي چې څومره سرحدي ساتونکي به د تاجکستان پولې ته استوي خو ټینګار یې کړی چې پر پوله د روسي ځواکونو د حضور پراختیا د روسیې، تاجکستان او حتی افغانستان په ګټه دی .

د روسیې سرحدي ځواکونو په ۲۰۰۵ (میلادي) کال کې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله څارنه پاي ته ورسوله او مسولیت تجک سرحدي ساتونکو واخیست.

په کابل کې دا لوړ رتبه روسی دپلومات وايي، د دوي د سرحدي ځواکونو د بیرته ورتګ لپاره به د دوشنبې د حکومت موافقه واخیستل شي.

خو په سیمه کې د ګډ امنیت د تړون سازمان (CSTO) نن وویل چې تاجکستان د خپلو پولو امنیت ټینګولای شي او د روسیې د سرحدي ساتونکو اړتیا نه شته .

د دې سازمان مشر نیکولای بوردیوژا نن خبریالانو ته وویل چې د تاجکستان سرحدي ساتونکي ښه پرمختللي او روزل شوي دي او د دې هیواد پر پوله د روسي ځواکونو ځاي پر ځاي کولو اصلا د بحث وړ مسله نه ده .

د ګډ امنیت د تړون د سازمان مشر زیاته کړې چې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د ښه امنیت ټینګولو لپاره یوه ستونزه دا ده چې سیمه غرنۍ ده خو دوي ګام په ګام د تاجک ځواکونو د تجهیز او لا ښې روزنې لپاره کار کوي.

د رویټرز اژانس په حواله ، په کابل کې د روسیې سفیر چې د پخواني شوروي په وخت کې یې په افغانستان کې کار کړی وايي چې د افغانستان په شمال کې په عمومي ډول د ګډوډيو پراختیا څرګندوي چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د بې ثباتۍ لمن پراخیدلای شي.

د روسیې سفیر په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته د امریکايي ځواکونو د پوځي حضور دوام او په ځانګړي توګه د پوځي مرکزونو موجودیت د خپل حکومت لپاره د اندیښنې وړ خبره بللې ده، ده ویلي :

"موږ غواړ وپوهیږو چې ددې مرکزونو هدف څه دی خو زموږ دې سوال ته تر اوسه هم ځواب نه دی ورکړ شوي."

اوس مهال د افغانستان او امریکا حکومتونه د داسې یوه ګډ امنیتي تړون پر جزیاتو غور کوي چې تر دوه زره څوارلسم (میلادي) کال وروسته په دې هېواد کې د امریکا د پوځي حضور د دوام مسله هم په کې شامله ده .

تر روسیې مخکې د ایران حکومت هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي حضور د دوام په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه .
XS
SM
MD
LG