د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

مشرانو جرګې افغان ۱۹کلنو د کرکټ لوبغاړو ته د ستاینې مډالونه ورکړل


د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته د اسیا د ایلیټ کپ جام د ګټلو په خاطر د مشرانو جرګې له خوا مډالونه ورکړل شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس او وزیر مشاور شهزاده مسعود له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د مشرانو جرګې استازو او اداري هییت د پنجشنبې په ورځ د نولس کلنو ملي لوبغاړي وستایل او د کرکټ اتلانو او د کرکټ بورډ غړو ته یې د ستاینې او لا هڅونې په خاطر مډالونه ورکړل.

ښاغلي مسعود دا هم وویل، چې د اسیا د ایلیټ کپ جام په ګټلو سره افغان ځوانانو ټیم د 2014 کال نړېوال جام ته لار پیدا کړې او په دې سره به یې روزنې نورې هم زیاتې شي، څو په دې جام کې هم لوبې وګټي.
XS
SM
MD
LG