د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

امنیتي ستونزو د سوداګرو ښځو فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي


د افغانستان امریکايي پوهنتون څخه ۸۴ ښځینه سوداګرو د فراغت سندونه تر لاسه کړل
د افغانستان امریکايي پوهنتون څخه ۸۴ ښځینه سوداګرو د فراغت سندونه تر لاسه کړل
په افغانستان کې یو شمېر ښځینه سوداګرې شکایت کوي؛ چې د بازار نشتون، امنیتي او اقتصادي ستونزو د دوي فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي دي.

دوي وایي؛ چې د همدغو ستونزو له امله یې تولیدات په بازارونو کې له بهرنیو تولیداتو سره سیالي نه شي کولای.

دغه افغان ښځینه سوداګرې وایي؛ که چېرې د دوی تولیداتو ته ښه بازار جوړ شي، نو کولای شي خپل سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د "لس زره ښځینه سوداګرو" په نوم د یوه پروګرام د څار مسوولې نرګس عزیز شاهي له دغه پروګرام څخه د یو شمېر ښځو د فراغت په غونډه کې ازادۍ راډيو ته داسې وویل:

"دوِی تر ډيره په اقتصادي او امنیتي او دغه راز د هغه وسایلو په برخه کې ستونزې لري؛ چې له بهره هېواد ته راځي او دوی نشي کولای خپل لاسي صنایع او یا هم تولیدات خرڅ کړي.

کومو کسانو؛ چې خپل لاره پيدا کړې، ډير ښه مارکېټ لري، خو هغه کسان چې تازه یې سوداګرۍ ته مخه کړې، بازار یې کم دی.

ولې د دې پروګرام ښه والی دا دی؛ چې زموږ خپله ارتباطي شبکه دوی ته بازار پيدا کولای شي."


د پنجشنبې په ورځ څلوراتیاوو ښځینه سوداګرو د افغانستان د امریکایې پوهنتون د "لس زره ښځینه سوداګرو" په نوم له روزنیز پروګرامه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

دوی پنځه اونۍ روزنه لیدلې وه.

دا پروګرام له پنځو کلونو راهیسې د افغانستان د امریکایي پوهنتون له خوا په مخ بیول کېږي.

د دغه پروګرام له لارې تر اوسه څه باندې درې سوه ښځو د سوداګرۍ په برخه کې روزنه لیدلې ده.

له دغه پروګرام څخه دوه تنه فارغو شویو مژګان رفیعي او خالده نیازۍ ازادي راډیو ته وویل؛ چې یاد پروګرام ورسره د سوداګرۍ په بلدتیا کې مرسته کړې:

"د بزنس پلان یا سوداګرۍ د پلان په برخه کې موږ ستونزه درلوده، خو دې پروګرام زموږ سره مرسته وکړه او موږ اوس کولای شو د ځان لپاره خپله بزنس پلان جوړ کړو.

مخکې به بل چا دا کار راته کاوه."

"دا د افغان میرمنو لپاره د یوې روښانه لارې پرانېستل دي چې، زه د یوې افغانې په صفت هغه ستایم او تشویقوم یې. "


که څه هم په تیرو یولسو کلونو کې یو شمېر ښځو سوداګرۍ او پانګونې ته مخه کړې، خو کارپوهان وايي، چې دا بدلون محدود دی او یوازې په ځینو ښارونو کې ښځې په سوداګرۍ کې برخه لري.

د دوی په وینا په اکثرو سیمو کې لا هم ښځې له دودیزه پلوه له محدودیتونو سره مخ دي او نشي کولای د ځینو نورو برخو په شان په سوداګریزه او اقتصادي پراختیا کې هم ونډه واخلي.

قسیم سوله مل - کابل
XS
SM
MD
LG