د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۸

په کابل کې انتحاري حملې د ۶بهرنیانو په ګډون ۱۲تنه ووژل


د کابل د شاه شهید سیمې په انتحاري حمله کې د شپږو بهرنیانو په ګډون دولس تنه وژل شوي او شااوخوا دیرش نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبې پتنګ د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې چاودیدونکي مواد په یو کورلا ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو.

ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې په دې حمله کې د دوی دوه سرتیري او څلور ملکي قراردادیان وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي، چې د حملې اصلي هدف په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو دوه موټر وو، خو له دې امله وژل شوي او ټپيان اکثره ملکي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبې پتنګ په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، ځکه چې د پیښې د څیړنې لپاره خپله بهرنیان سیمې ته ورغلي وو.

ښاغلي پتنګ دغه حمله وغندله او زیاته یې کړه چې ډیر قربانیان یې ښونځیو ته تلوونکي ماشومان دي:

"په تاسف سره باید ووایم چې دې حملې مرګ ژوبله درلوده، په دې کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي او شااوخوا دیرش تنه نور ټپیان دي، دا هغه خلک دي چې په همدې سیمه کې یې ژوند کاوه.

د پیښې اکثره قربانیان ماشومان دي او مونږ دا حمله په شدت سره غندو."


آیساف بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې حمله کې د دوی دوه تنه سرتیري او څلور ملکي قراردادیان هم وژل شوي دي.

دغه ځان وژونکې حمله د پنجشنبې په ورځ د اتو بجو په شااوخوا کې د کابل ښار د شاه شهید په دویم سړک کې وشوه چې خلکو ته یې ډیر مالي زیان هم اړولی.

د کابل ښار په ننۍ ځان وژونکې حمله کې د هستوګنې یو شمیر کورونه او شااوخوا لس موټرهم زیانمن شوي.

د حملې په سیمه کې د ولسي جرګې د غړي ګل پادشاه مجیدي کور او د عزیزي بانک یوه ودانۍ هم موجوده وه چې ودانیو ته یې زیان اوښتی دی.

په روان لمریز کال کې دا لومړنۍ ځان وژونکې حمله ده چې په کابل ښار کې کیږي.

څه باندې دوه میاشتې وړاندې یعنې د تیرکال د حوت په نوولسمه نیټه د دفاع وزارت مخې ته هم یوه ځان وژونکې حمله وشوه چې ملي اردو او عامو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د پیښې عینی شاهدان وایي، چې حمله ډیره پیاوړې وه او اکثره قربانیان یې د همدې سیمې اوسیدونکي دي:

"۱ زما نوم غلام درویش، د سیمې اوسیدونکی یم، دوه درې کسه مړي او شپږ اوه کسه ټپیان مې ولیدل، شپږ اوه موټره حریق شول، وژل شوي دوه کسه آیساف والا دي او نور ټول ملکیان دي.

۲ ما کلپ کې تمرین کاوه، دباندې چې راووتم په سړک مې ولیدل چې مړي پراته وو، موټر کباړ شوي وو، سړک تک تور وو."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والې ډلې ددې حملې مسولیت منلی دی.

حزب اسلامي مخاله ډله په داسې حال کې ددې حملې مسوولیت پر غاړه اخلي چې دې ډلې په وروستیو کې یو پلاوی کابل ته استولی و چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه له بیلابیلو لوریو سره خبرې وکړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې یو پلاوی د سولې د خبرو په هدف تراوسه په څو څو ځله کابل ته هم راغلی.

اسدالله لودین-کابل
XS
SM
MD
LG