د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې په نننۍ انتحاري حملې کې شپږ تنه وژل شوي او شاوخوا پنځه دېرش تنه نور ټپیان دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو رییس جنرال ظاهر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې پیښې ډیر قربانیان ملکیان په تېره بیا ماشومان دي:
(د ټپیانو شمیر خو زیات دی ځکه چې دا د هستوګنې یوه سیمه وه تر اوسه پورې مونږ ته له روغتونونو څخه د 35 ټپیان راپور راغلی او په دې پیښه کې شپږ تنه وژل شوي هم دغو روغتونونو ته وروړل شوي دي.)
چارواکي وايي، چې د کابل ښار د شاه شهید په دویم سړک کې د دې حملې هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان و.
د حزب اسلامي مخالفې وسلوالې ډلې د دې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی.
تر اوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا په حملې کې د دوی سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه.