د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د ۲۰۱۴نه وروسته د افغانستان او امریکا د اړیکو څرنګوالی


په کابل کې نننیو خپرو شویو ورځپاڼو خپل مطالب تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان او امریکي اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي سند لاسلیکولو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

د ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د امریکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري څخه په نکل لیکلي، چې د امریکې ولسمشر بارک اوباما به ډیر ژر له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه وروسته کلونو لپاره خپله تګ لاره اعلان کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې ترڅو راتلونکو اونیو پورې به اوباما د هغو سرتیرو شمېر هم وښیې چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي.

ورځپاڼه لیکي، دا په داسې حال کې ده، چې د امریکایې ځواکونو قومندان جنرال ماتیس پخوا تر دې د ۱۳۶۰۰ سرتیرو د پاتې کیدو وړاندیز کړی وه.

د دې مطلب لیکونکي د ولسمشر کرزي له ویاند ایمل فیضي څخه په نکل لیکي د امریکایې عسکرو د شمېر په اړه تصمیم افغان دولت ته مهم نه دی دولت ته په امنیتي سند کې د افغانستان د شرایطو منل مهم دي.

ملي باور:

د ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سر مقالې کې بیا د بهرنیو عسکرو له وتلو د مخه باید کوم کارونه وشې تر سرلیک لاندې یوه پوښتنه طرحه کړې.

ورځپانې د دې مطلب په دوام کې د طالبانو د واکمنی د مالیې له وزیر ملا معتصم اغا څخه په نکل لیکلي امریکا نشې کولای چې د جګړې له لارې په افغانستان کې بریالیتوب وګټي او ضرور ده، چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره همکاري وکړي.

د ورځپانې په دې مطلب کې ملا معتصم اغا جان ټولو ښکیلو خواوو ته وړاندیز کوي، ترڅو له هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو د مخه د افغانستان د راتلونکې لپاره پر یوې ګډې اجنډا کار وکړي.

همداراز ورځپاڼه د طالبانو د دغه پخوانې مشر څخه په نکل ټینګار کوي، چې د طالبانو په ډلې کې دې هم یو لړ بدلونونه راشي.

سرنوشت:

بلې خپلواکې ورځپاڼې سرنوشت په خپل لومړي مخ کې د یو شمیر سیاسي شنونکو څرګندونې را اخیستي، چې ویلي امریکا غواړي چې خپل حضور ته په افغانستان کې داسې رنګ ورکړي، چې ګواکې افغانان د دوي د پوځي اډو د جوړیدو غوښتونکي دي.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور دغه کارپوهان وایي، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې په اوږدولو سره غواړي په افغانستان کې د دایمې پوځي اډو جوړیدل پر افغانانو ومني.

د دې ورځپاڼې په سر مقالې کې هم دا پوښتنه طرحه شوې چې ایا امریکا په افغانستان کې د دایمې پوځې اډو غوښتونکې ده ؟

د دې مطلب په دوام کې راغلي سره له دې چې افغان چارواکو په وار وار د دغو دایمي اډو په اړه د امریکې له غوښتنو خبرې کړي، خو امریکايي چارواکو دغه څرګندونې نه دي منلي او ویلي، چې د دوی پاتې کیدل به د افغانانو د غوښتنې له مخې وي.

د سرنوشت په دې لیکنه کې د امریکاېې چارواکو د انکار یو دلیل دا ګڼل شوی، چې امریکا نه غواړي د اډو له جوړیدو د مخه د افغانستان د ګاوڼدیانو له غبرګون سره مخ شي او دوهم دا چې په یو ډول نه یو ډول افغانان په خپل هېواد کې د امریکې د دایمي حضور منلو ته مجبوروي.
په دغه مطلب کې د ولسمشر کرزي هغه څرګندونې نکل شوي چې ویلې امریکا په افغانستان کې ۹ پوځې اډې جوړوي او په ځواب کې یې په کابل کې د امریکې د سفارت چارواکو ویلي چې ددغو اډو شمیر او ځای معلوم نه دی.

د هېواد دولتي ورځپانې بیا د امریکې او افغانستان ترمنځ د امنیتي سند لاسلیکیدل مهم ګڼي او لیکلي، چې دواړو خواو خپلې غوښتنې د یوه متن په لیکلو سره طرحه کړي.

د هېواد ورځپاڼې په دې مطلب کې راغلي څومره چې د امنیتي سند لاسلیکیدل افغانستان ته مهم دي هومره امریکې ته هم اهمیت لري، نو ضرور ده چې امریکایې چارواکې له ناسمو انګیرنو په دې اړه ډډه وکړي او اجازه ورکړي چې خلک په دې سند کې د امریکې له ټولو شرایطو خبر شي.

حمیده هارون عثمان
XS
SM
MD
LG